ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ايساف-افغانستان پوځي او تخنيکي هوکړه ليک رد کړ

24 Oct 2011 - 15:35
24 Oct 2011 - 15:35

کابل (پژواک ٢ لړم٩٠): ولسي جرګې په غوڅ اکثريت څلور هوکړه ليکونه تصويب کړل، خو له ايساف سره د افغانستان پوځي او تخنيکي هوکړه ليک يې رد کړ.

د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کمېسيون د تلې په درېيمه پنځه هوکړه ليکونه د تصويب په موخه د جرګې عموي غونډې ته وړاندې کړل.

په دغو هوکړه ليکونو کې د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو د سازمان (سارک) د غړو هېوادونو تر منځ د يوه پوهنتون د جوړېدو، د همدغه سازمان د هېوادونو له خوا د غذايي بانک د جوړېدو، د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د مدني او سوداګريزو مسايلو په برخه کې د قضايي مرستو، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګريزو ترانزيټي همکاريو او د ايساف او د افغانستان د دولت ترمنځ په پوځي او تخنيکي برخه کې هوکړه ليکونه شامل وو.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې او د دې جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون غړې ناهيد احمدي فريد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه هوکړه ليکونه، چې په تېرو څو کلونو کې د وخت چارواکو لاسليک کړي وو، څه موده وړاندې د تصويب لپاره ولسي جرګې ته را واستول شول.

د دې په وينا، د ايساف او افغانستان تر منځ نظامي او تخنيکي تړون ځکه ولسي جرګې رد کړ؛ چې دغه تړون د افغانستان ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه تړون په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د وخت د کورنيو چارو وزير محمد يونس قانوني او په افغانستان کې د هماغه وخت د ايساف ځواکونو د قوماندان جنرال مک کنيل تر منځ لاسليک شو، چې وروسته بيا د يوه مکتوب په وسيله د وخت د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا هم تاييد شو.

محمديونس قانوني اوس په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى او ډاکتر عبدالله عبدالله، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي تر ټولو لوى سيال و، اوس د امېد او بدلون د ايتلاف مشري کوي.

د دغه تړون متن لومړى د ويسا ورځپاڼې خپور کړ.

د يادې ورځپاڼې مسوول مدير محمدزبير شفيقي پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د دغه تړون له مخې، په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه کولاى شي هر وخت د افغانستان په هره ګوښه کې عمليات وکړي او که په دغو عملياتو کې څوک ووژل شي، د دعوې او يا شکايت حق نه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه تړون کې دا هم راغلي، چې د افغانستان هوايي ليکه د يادو بهرنيو ځواکونو په واک کې ده.

د شفيقي په وينا، د دغه تړون له مخې بهرني ځواکونه کولاى شى، چې د شکمنو افغانانو کورونه تلاشي کړي او که دوى هر څه افغانستان ته راوړي، افغان دولت به ترې ماليه نه اخلي.

ناهيد احمدي فريد وايي، چې له تصويب شويو هوکړه ليکونو څخه يو هم د سارک د غړو هېوادونو تر منځ په هندوستان کې د يوه پوهنتون د جوړېدو هوکړه ليک و.

دى وايي، چې دغه پوهنتون ته به زده کوونکي د ازموينې له لارې لار پيدا کوي.

د هغې په وينا، د بل هوکړه ليک له مخې، چې نن تصويب شو، د سارک د غړو هېودانو له لوري په هندوستان کې غذايي بانک جوړيږي.

 دا وايي، چې د دغه بانک له خوا به په بېړنيو، عادي او د قحطۍ په حالاتو کې له غړو هېوادونو سره مرستې کېږي.

د سوېلي اسيا هېوادونو د سيمه ييزو همکاريو سازمان (سارک) په ۱۹۸۵کال کې رامنځته شوى او د افغانستان په ګډون اته هېوادونه: هند، پاکستان، مالديپ، بنګله دېش، نيپال، سريلانکا او بوتان يې غړيتوب لري.

افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

د ناهيد فريد د څرګندونو له مخې، د درېيم تصويب شوي هوکړه ليک له مخې به افغانستان او متحده عربي امارت يو له بل سره په مدني او سوداګريزو مسايلو کې قضايي مرستې کوي.

هغې وويل، چې په دغو مرستو کې اړوند هېواد ته د مجرمينو او شکمنو کسانو سپارل هم شامل دي.

فريد زياته کړه، چې د څلورم تصويب شوي هوکړه ليک له مخې به افغانستان او تاجکستان يو بل ته سوداګريزې او ترانزيټي اسانتياوې برابروي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې حاضرو ١٢٨ غړو د يادو څلورو هوکړه ليکونو لپاره شنه (موافق) او له ايساف سره د پوځي او تخنيکي تړون لپاره سره (مخالف) کارتونه پورته کړل.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version