چاريکار( پژواک ٤ لړم ٩٠ ) : د پروان ولايت د بګرام هوايي ډګر ته نږدې د تېلو ديوه ټانکر په چاودنه کې ١٠ تنه وژل شوي او څه باندې ٤٠ تنه نور ټپيان دي.
د پروان د والي وياندې روشنا خالد نن( دلړم په ٤مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې پر هغه سړک رامنځته شوه ، چې د بګرام د هوايي ډګر دروازې ته غځېدلى دى .
د هغه په وينا، لومړى يو مقناطسي ماين ، چې د مخالفينو له خوا په هغه ټانکر کې ، چې ټاکل شوې وه ، ميدان ته ننوځي ، والوت او ددې لامل شو ، چې خلک د تېلو د ترلاسه کولو لپاره ټانکر ته نږدې شي ، چې دويمه چاودنه وشوه .
مېرمن خالد زياته کړه چې لومړۍ چاودنه کمزورې وه اوله امله يې ټانکر سورى شو؛ خو دويمه چاودنه ډېره قوي وه ، چې له امله يې تراوسه ( له غرمې مخکې ١١ بجې) لس تنه وژل شوي او ٤٢ ټپيان دي.
سرچينې زياته کړه چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او کېداى شي د تلفاتو کچه لوړه شي.
همدارنګه د پروان د عامې روغتيا رييس محمد قسيم سعيدي پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د سيمې پنځه اوسېدونکي وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان دي .
دهغه په وينا ، ددې پېښې ټپيان د پروان ملکي روغتون او د کابل جمهوريت روغتون ته لېږدول شوي دي .
د پروان د ملکي روغتون رييس عبدالخليل فرهنګي پژواک ته وويل چې دې روغتون ته درې مړي او ٣٣ ټپيان راوړل شوي وو.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ ماشومان شامل دي ، چې ټول ټپيان د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي .
نوموړي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک وباله او ويې ويل چې يو شمېر په ژور ډول سوځېدلي دي .
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد محبوب پژواک ته وويل : ” لومړى چاودنه کمزورې وه او کله چې خلک د تېلو د ترلاسه کولو لپاره ولاړل ، دويمه چاودنه وشوه ، چې ټول خلک يې ووژل.”
د هغه په وينا ، په دې چاودنه کې يو شمېر موټر هم ويجاړ شوي ، چې هغه يې کره شمېره وړاندې نکړه .
ددې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن