دويم تعقيب – چاريکار (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې د تېلو په ټانکر کې چاودنه شوې، چې له امله يې درې تنه ټپيان او د سيمې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د پروان د والي وياندې روشنا خالد د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېلو دا ټانکر له شمال څخه د کابل پر لوري روان و، چې نن تر غرمې مخکې په لسو نيمو بجو د چاريکارو ښار منځ کې پر لويه لاره په کې چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه ، دا چاودنه د ولايتي شورا ودانۍ ته نږدې د يوه چسپکي ماين له امله شوې او تر چاودنې وروسته د تېلو ټانکر او نږدې دوکانونو اور اخيستى دى.
نوموړې وايي، چې د دې چاودنې له امله پنځه دوکانونه او دوه ريکشاوې سوځېدلي او په سيمه کې اوس هم اور بليږي.
د پروان د عامې روغتيا رياست مرستياله ډاکټر مصدق وايي، چې په دې پېښه کې دوه لويان نارينه او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
ده پژواک اژانس ته زياته کړه، د ټپيانو له ډلې دوه تنه يې د پروان په روغتون کې بستر دي.
د ميرعلي احمد په نوم يوه عيني شاهد او پنچرمين پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د ده دوکان او وسايل سوي، چې له امله يې سل زره افغانۍ زيان ورته رسېدلى دى.
دغه راز دى زياتوي، چې د خوراکي توکو يو پلورنځى، د موټرسايکل جوړولو يو ورکشاپ او يوه نانوايي هم سوځېدلي دي.
نوموړى وايي، چې د دې چاودنې له امله خلکو ته ښايي ٥٠٠زره افغانۍ زيان اوښتى وي
د امنيتي چارواکو په وينا، تېر کال شاوخوا شل دغه ډول پېښې په پروان ولايت کې رامنځته شوې دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن