ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماين چاودنې درې تنه ټپيان کړل

20 Jan 2012 - 12:28
20 Jan 2012 - 12:28

جلال اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٠): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د مقناطيسي ماين چاودنې له امله درې تنه ټپيان شول.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي، پژواک خبري اژانس  ته وويل چې دغه چاودنه، نن سهار (د مرغومي ٣٠مه) نهه نيمې بجې هغه مهال د تېلو په ټانکر کې رامنځ ته شوه، چې غوښتل يې د ننګرهار هوايي ډګر ته ننوځي.

هغه زياته کړه، چې په ټانکر کې له مخکې نه مقناطيسي ماين ځاى پر ځاى شوى و او مخکې له دې چې ټانکر هوايي ډګر ته ننوځي، والوت.

هاشمي زياته کړه، په دې پېښه کې د يوه سراچه موټر درې تنه سپرلۍ، چې له تورخم نه جلال اباد ښار ته روانې وې، ټپيانې شوې او موټر هم لږ څه زيانمن شوى دى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه درې ټپيان چې نارينه دي، ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

امنيتي مسوولين وايي، تراوسه جوته نه ده، چې دغه ماين د چا له خوا او د څه لپاره په ټانکر کې ځاى پر ځاى شوى و؛ خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ په جلال اباد کې ښار کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې، چې په ترڅ کې يې د پژواک خبري اژانس د کمره مين په ګډون اووه تنه ټپيان شول.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version