غزني (پژواک ٨ لړم ٩٠): پرون ماښام د غزني ښار په بزازي سيمه کې وسلوالو موټرسايکل سپرو د ملي امنيت يو کارکوونکى پر ډزو وواژه.
د غزني د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار الله نظر ضيايي د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناپېژانده وسلوالو موټرسايکل سپرو د ملي امنيت کارکوونکى عبدالمتين وواژه.
ضيايي وايي، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړي، څو وژونکي پيدا کړي، خو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د بزازۍ يو هټۍ وال نورخان وايي، چې د تومانچې څو پرله پسې ډزې يې واورېدې او کله چې له نورو خلکو سره يوځاى د پېښې سيمې ته ورغى، نو پر وينو لړلى پروت مړى يې د سړک پر غاړه وليد.
هغه د خلکو له خولې وويل، چې دوه موټرسايکل سپاره په دغه کس پسې له شا ورغلل او څو ډزې يې پرې وکړې او بيا وتښتېدل.
په غزني کې د تېرو درېيو مياشتو پر مهال دا د خپل ډول شپږمه پېښه ده، چې په کې حکومتي امنيتي کارکوونکي د وسلوالو موټرسايکل سپرو له لوري وژل کېږي.
دوه مياشتې مخکې هم د اب بند ولسوالۍ امنيه قوماندان د بهلول په سيمه کې غرمه مهال د خپل کور تر مخې په ورته پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې وژل شوى کس د ملي امنيت د تحقيق مدير و.
دا په داسې حال کې ده، چې غزني ښار د امنيتي مسووليت د لېږد د دويم پړاو په نوملړ کې شامل دى، چې په نږدې راتلونکې کې به يې امنيت کورنيو ځواکونو ته ولېږدول شي، خو خلک بيا د دغه ولايت راتلونکې له ننګونو ډکه بولي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن