کابل (پژواک ٩ لړم ٩٠): د افغانستان ولسمشر د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته روان شو.
له ولسمشر حامد کرزي سره په دغه سفر کې د کابينې يو شمېر غړي، د ولسمشر سلاکاران او د افغان خبريالانو ډله ملګرتيا لري.
ټاکل شوې، چې ولسمشر حامد کرزى سبا په ترکيه کې د پاکستان او ترکيې له مشرانو سره په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند جانان موسى زي په وينا، په دې ناسته کې به د درېيو هېوادونو تر منځ د شته اقتصادي، سياسي او امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.
د هغه په وينا، کرزى او ورسره پلاوى به د دې درې اړخيزې ناستې په سبا ورځ، د استانبول په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کولو په موخه د لړم په ١١مه د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شي.
په دغې غونډه کې د امريکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په ګډون به د ١٥ هېوادونو استازي برخه واخلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن