ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان، پاکستان او ترکيې پوځيانو ته روزنيز کورسونه جوړېږي

1 Nov 2011 - 17:10
1 Nov 2011 - 17:10

استانبول (پژواک ١٠لړم ٩٠): د افغانستان، پاکستان او ترکيې د لويو درستيزانو په ګډه غونډه کې وپتېيل شوه، چې د تجربو د شريکولو په موخه به په راتلونکي زېږديز کال کې په ترکيه کې د درېيو واړو هېوادونو پوځيانو ته روزنيز کورسونه جوړ شي.

دا څرګندونې د افغانستان لوى درستيز ستر جنرال شېرمحمد کريمي د يادې شوې غونډې په پاى کې، چې نن په استانبول کې جوړه شوې وه، خبريالانو ته وکړې.

دى وايي چې په ترکيه کې به افسران، بريدملان او سرتېري له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه، بيړنيو حالاتو او په ښارونو کې د ځانګړو عملياتو په برخه کې تمرينونه وکړي او د يو بل له تجربو څخه به ګټه پورته کړي.

هغه وويل، چې ياد شوي کورسونه به لنډ مهالي او اوږدمهالي وي او که مثبته پايله يې لرله، په راتلونکي کې به هم دوام ورکړل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده شوې غونډه کې وپتېيل شوه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضا د رامنځ ته کېدو په موخه به په سرحدي سيمو کې د دواړو هېوادونو د پوځي قوماندانانو تر منځ اړيکې پراخه شي.

دى وايي، د دې اړيکو د پراختيا په صورت کې کېداى شي چې پوځي قوماندانان د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدونو کې وړې ستونزې په خپله حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو مياشتې راهيسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کېږي، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شېرمحمد کريمي وويل چې د پاکستان لوى درستيز پروېز اشفاق کياني په ياده شوې غونډه کې د دې بريدونو په اړه وويل، چې پاکستان پر افغانستان راکټي بريدونه نه دي کړي؛ خو کېداى شي په سهوې سره د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې توغندي لګېدلي وي.

کياني ويلي، په هغو سيمو کې چې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه شتون ولري، دا ډول سهوې ترسره کېږي.

په استانبول کې د افغانستان، ترکيې او پاکستان د کورنيو چارو وزيرانو تر منځ هم نن غونډه وشوه. په دې اړه به معلومات وروسته خپاره شي.

دا مهال (د افغانستان په وخت د ورځې درې نيمې بجې) په استانبول کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو غونډه هم روانه ده.

د افغانستان ولسمشر د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ، په ياده شوې درې اړخيزه غونډه او د استانبول د سيمه يزو همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللى دى.

 ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه د لړم په ١١مه  د ترکيې  په استانبول ښار کې جوړ شي.

په دې کنفرانس کې به امريکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په ګډون د ١٥ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version