ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ترکيې له اقتصادي اصلاحاتو به په افغانستان کې هم استفاده وکړو

18 Oct 2014 - 20:02
18 Oct 2014 - 20:02

کابل (پژواک ٢٦ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزى وايي، په ترکيه کې د اقتصادي اصلاحاتو له پروګرامونو څخه به په افغانستان کې هم استفاده وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره تر کتنې وروسته، په يوه ګډ خبري کنفرانس کې په ډاګه کړې.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، نن (د تلې ٢٦مه) کابل ته راغى او په دې سفر کې د افغانستان او ترکيې تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون هم لاسليک شو.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په ياده ناسته کې وويل، هغه اصلاحات چې د اردوغان د نوښتګر سياست له امله په ترکيه کې رامنځته شوي، له هغو څخه به په افغانستان کې هم استفاده وکړو.

دى وايي: “موږ په نننۍ کتنه کې د اسلامي نړۍ د اوسني حالت او په هغه کې د ډيموکراسۍ د ټينګښت او د پياوړي اقتصاد په رامنځته کولو کې د ترکيې هېواد د رول، د اسيا د زړه د بهير او د استانبول د درې اړخيزو ناستو د پروسې د بيا پيلېدو او د ترکمنستان له لارې له ترکيې سره د افغانستان د نښلولو په اړه خبرې وکړې.”

ده زياته کړه، ترکيه به د ايکو سازمان په چوکاټ کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو او د هوايي ترانسپورت د پراختيا په لاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي او همداراز ترکيه غواړي په کابل کې د علي اباد روغتون په يوه سمبال طبي مرکز بدل او په کابل کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نوم يو پوهنتون جوړ کړي.

نوموړي په سيمه کې د سولې او ثبات د فضا د رامنځته کېدو په لاره کې د ترکيې د رغنده رول هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ له پيړيو راپه دېخوا نېکې اړيکې موجودې وې او دغه اړيکې د ۲۱مې پېړۍ په پيلېدو سره په نوي فصل کې پيل شوې.

اشرف غني احمدزي په پوځي او اقتصادي برخو کې د ترکيې هېواد مرستې او همکارۍ وستايلې او ويې ويل: “نن موږ د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوامدارو ستراتيژيکو همکاريو يو موافقه ليک لاسليک کړ، چې له مخې به يې د کرنې، کانونو د استخراج او د ودانولو چارو لپاره د دواړو هېوادونو د وزيرانو په کچه کمېسيونونه جوړ او چارې به په ښه ډول تنظيم او په کال کې يو ځل به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ کاري ناستې دوام ومومي.”

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په ياده خبري ناسته کې وويل: “افغانستان په تېر مهال کې له ترکيې سره نېکې اړيکې لرلې دي او دا ايجابوي، چې ترکيه د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او موږ دا ډاډ درکوو، چې ترکيه به د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي او د افغانستان له خلکو سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.”

هغه زياته کړه، د استانبول پروسه چې زموږ په نوښت پيل شوې وه، هغې ته به دوام ورکړو او له پولې څخه د ترهګرو د را تېرېدو د مخنيوي په لاره کې پاکستان حياتي رول لوبولى شي.

د ده په وينا، د اقتصادي اصلاحاتو کوم پروګرام چې په ترکيه کې پلى شو او ښه پايله ورڅخه ترلاسه شوه، په افغانستان کې به هم د هغه د عملي کېدو لپاره همکاري وکړي، چې دلته به هم د دغه پروګرام تطبيق ښه پايله له ځان سره ولري.

اردغان له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي، فرهنګي، سوداګريزو او پوځي همکاريو د پراختيا ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د مولانا محمد بلخي يادګاري څلى جوړ کړي.

د ترکيې ولسمشر همداراز وويل: “زه افغانستان ته په خپل دغه سفر کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ دوستي او همکاري په څرګند ډول اعلانوم او موږ غواړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په بېلابيلو برخو کې پراختيا و مومي او د افغانستان زراعتي محصولات د ترکيې بازارونو ته لاره پيدا کړي.”

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د نننۍ کتنې په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي له خوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.

ترکيه يو له هغو اسلامي هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې په ١٣٨١ لمريز کال کې يې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته، تل له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخو کې مرسته کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله وروستۍ وينا کې، ترکيه او ځينې نور هېوادونه د هغو دوستانو په توګه ياد کړل، چې له افغانستان سره يې صادقانه مرستې کړې دي.

کرزي د خپل حکومت پرمهال هڅه وکړه، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو  په موخه په ترکيه کې دفتر پرانېزي، چې بالاخره دغه دفتر د لنډمهال لپاره په قطر کې تر پرانېستل کېدو وروسته بېرته بند شو.

باور دادى، چې ترکيه د يوه اسلامي هېواد په توګه کولى شي، چې د افغانستان د سولې په بهير کې مثبت رول ولوبوي.

ترکيه په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ٤٠٠ سرتېري لري، چې د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنه بوخت دي.

ترکي چارواکو ويلي، چې سرتېري يې په افغانستان کې پاتې کېږي او خپل ماموريت ته به ادامه ورکړي.

دواړه هېوادونه له يو بل سره پخوانۍ او تاريخي اړيکې لري، چې په معاصر تاريخ کې د افغانستان د پخواني پاچا امير امان الله خان او د ترکيې د هغه مهال ولسمشر مصطفى کمال اتاترک تر اړيکو رسېږي.

کله چې له ١٩٢٣ کال ترکيې د اتاترک تر مشرۍ لاندې د يوه خپلواک هېواد په توګه خپل شتون اعلان کړ؛ افغانستان لومړنى هېواد و، چې دغه هېواد يې په رسميت وپېژانده.

افغانستان د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال په ترکيه کې خپل سفارت پرانېست او په دې ترتيب دواړو هېوادونو په رسمي توګه د ديپلوماتيکو اړيکو د درلودو اقدام وکړ.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version