ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان، ترکيې او پاکستان د پوځي تمرينونو هوکړه ليکونه لاسليک کړل

2 Nov 2011 - 12:00
2 Nov 2011 - 12:00

استانبول (پژواک ۱١ لړم ۹۰): د افغانستان، ترکيې او پاکستان تر منځ د پوځي تمرينونو او امنيتي همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول او د برهان الدين رباني د وژنې د پېښې د څېړنې په موخه د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاریو د ګډ میکانیزم هوکړه وشوه.

د پوځي تمرينونو او امنيتي همکاريو ياد هوکړه ليکونه تېره ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې د يادو هېوادونو د کورنيو چارو د وزيرانو او لويو درستيزانو تر منځ لاسليک شول.

د نوموړو هېوادونو د ولسمشرانو او نورو چارواکو ترمنځ د درې اړخېزو غونډو په پاى کې تېره شپه د يادو هېوادونو ولسمشرانو او چارواکو ګډې خبرې غونډې ته معلومات ورکړل.

 په دې خبرې ناسته کې د هوکړه ليکونو پر جزئياتو ډېرې خبرې ونه شوې، خو د افغانستان لوى درستيز ستر جنرال شېرمحمد کريمي تېره ورځ د درېيو واړو هېوادونو د لويو درستيزانو د غونډې په پاى کې وويل، چې په پوځي برخه کې د تجربو د شريکولو په موخه به په راتلونکي ميلادي کال کې په ترکيه کې د درېيو واړو هېوادونو پوځيانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ شي.

د ده په وينا، چې په ترکيه کې به افسران، بريدملان او سرتېري له تروريزم سره د مبارزې په برخه، بېړنيو حالاتو او په ښارونو کې د ځانګړو عملياتو په برخه کې تمرينونه وکړي او د يو بل له تجربو به ګته پورته کړي.

د ترکيې ولسمشرعبدالله ګل په خبري ناسته کې ياد هوکړه ليکونه مهم وبلل او زياته يې کړه، چې په د تېرې ورځې په ناستو کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځ، د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني د وژنې د پېښې د څېړنې او حقیقت موندنې په موخه د همکاریو پر یوه ګډ میکانیزم هم هوکړه شوې ده.

هغه وویل، چی د دغه میکانیزم د رامنځته کولو او د کاري چوکاټ د جوړولو په موخه به د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا یو ګډ کمېسیون جوړ شي.

دى وايي، ترکیه هم ژمنه ده، چې د رباني د وژل کېدو د پېښې په څېړنه کې همکاري وکړي.

استاد رباني د وږي په ٢٩مه د يوه ځانمرګې بريد کوونکي له خوا په کابل کې ووژل شو.

افغان چارواکي وايي، داسې اسناد يې ترلاسه کړي او پاکستان ته يې سپارلي، چې پر رباني بريد د پاکستان په کوېټې ښار کې جوړ شوى و.

عبدالله ګل په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمدولي کرزي او استاد برهان الدين رباني وژل کېدل او په پاکستان کې د پاکستان د خلکو د ګوند د مشرې بېنطیربوټو وژنې ته په اشارې وویل، چې افغانستان او پاکستان دواړه له ترهګرۍ زيانمن شوي هېوادونه دي.

هغه ترهګري د سیمې د هېوادونو د سولې او ثبات پر وړاندې یوه ستره ننګونه وبلله او ويې ويل، اړينه ده، چې د سيمې هېوادونه په رښتینولۍ سره په دې برخه کې کار وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ياده خبري ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د رباني وژنه له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې او په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان ګډې هڅې نږدې په ټپه درولې دي.

 خو هغه زياته کړه، چې د ترکیې په نوښت درې اړخیزې غونډې د دغو ګډو هڅو د بيا پيل تمه پيدا کړې ده.

ده وویل، یواځې ريښتنې او دوستانه هڅې او همکارۍ، چې افغانستان یې له پاکستان څخه هيله لري، کولای شي، چې دا ډول هڅې بريالۍ کړي.

ولسمشر کرزي د رباني د وژنې د پېښې د څېړنې په موخه د همکاریو د جوړېدونکي میکانیزم په اړه وویل، چی په دې اړه به د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارې پر جزئیاتو خبرې وکړي او اړوند ادارې به خپل کار ته دوام ورکړي.

کرزي له ترکيې مننه وکړه، چې د درې اړخيزې غونډې کوربه توب يې وکړ او د ترکيې ولسمشر او خلکو ته يې په دغه هېواد کې د زلزلې د قربانیو په اړه ډاډينه وړاندې کړه.

د پاکستان ولسمشر اصف على زرداري ترهګري د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو ستر ګواښ وبلله او زیاته یې کړه، چې ترکيې د يو اسلامي هېواد په توګه ځکه د يادو ناستو کوربه توب وکړ، چې دغه ستونزې درک کولاى شي.

ده په ياده خبري ناسته کې، په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو د له منځه وړو او د امن راوستو لپاره د نړیوالې همکارۍ پراخېدل اړین وبلل.

زرداري په سيمه کې شته ستونزې ډېرې پېچلې وبللې او زياته يې کړه، چې د ناتو ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې دې ستونزې ته د حل لاره نه ده پيدا کړې.

د افغانستان ولسمشر د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د لړم په نهمه د افغانستان ترکيې او پاکستان د ولسمشرانو په غونډه او د استانبول د سيمه ييزو همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللى دى.

 ټاکل شوې، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو پيل شي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version