ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى وژل شوي

د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى وژل شوي

author avatar
1 Nov 2011 - 15:56
د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى وژل شوي
author avatar
1 Nov 2011 - 15:56

اسعداباد (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې  وسلوالو طالبانو د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى وژلي دي.

په ختيځ کې د ملي پوځ د دويمې لوا مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن شېرين اقا د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د ملي پوځ دوه سرتېري، چې د اختر د رخصتۍ په موخه خپلو کورونو ته روان وو، د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچه لام په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوي دي.

د ماڼوګي ولسوال حيات الله هم د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په لېچه لام سيمه کې د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى له موټر څخه ښکته او وروسته يې وژلي دي.

نوموړى وايي، دغه سرتېري د چپې درې اوسېدونکي وو او د اختر پر رخصتۍ باندې کور ته روان وو.

وسلوالو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.