کندوز ښار (پژواک ١١ لړم ٩٠): په کندوز ولايت کې د دوو ښوونځيو د ودانيو په جوړېدو سره څه باندې ١٣٠٠هلکان او نجونې د زده کړې له خوندې او مناسب ځاى څخه برخمن شول.
دغه دوه ښوونځي، چې يو يې د کندوز د مرکز د انګورباغ په سيمه کې د احمدشاه بابا او بل يې د علي اباد ولسوالۍ په ارزبيګي کلي کې منځنى ښوونځى دى، نن (د لړم ١١مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د کندوز د پوهنې رييس محمدظاهر نظم وويل، چې د احمدشاه بابا د ښوونځي ودانۍ د ٢٥٠زره او د ارزبيګي د ښوونځي ودانۍ د ١٦٨زره ډالرو په لګښت د اتو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دواړو ښوونځيو پيسې د المان هېواد له لوري ورکړل شوې دي.
نظم زياته کړه، چې د ارزبيګي ښوونځى د اتو درسي او څلورو اداري خونو، پنځو تشنابونو، مېزونو، څوکۍ او د احاطې د دېوال درلودنکى او د احمدشاه بابا ښوونځى د لسو ټولګيو، څلور اداري خونو او د پنځو تشنابونو درلودونکى دى، يوه د اوبو څاه هم ورته ښکل شوې ده.
د پوهنې د رييس په وينا، هر يو ښوونځى په يو جريب ځمکه کې، چې د سيمې د خلکو له لوري ورته ځانګړې شوې وه، جوړ شوي دي.
د احمدشاه بابا ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې زينب پژواک ته وويل: ((ترڅو چې مې ياديږي ترخېمو لاندې مو زده کړې کولې، خو اوس چې کله ټولګي وينم د خوښۍ احساس کوم او له زده کړې سره مې مينه زياتيږي.))
دغې ماشومې زياته کړه، داسې وخت مې هم يادېږي، چې د زده کوونکو شمېر به ډېر وو، په خېمه کې به ځاى و او هغوى به له خېمې بهر په ازاده هوا او په خاورو کې ناست وو.
د ياودنې ده، چې د روان کال د زمري په مياشت کې د کندوز په مرکز کې د تلوکې د منځني ښوونځي په جوړېدو سره، چې د المان هېواد له لوري د ١١٧زره ډالرو په لګښت ګټه اخيستنې ته سپارل شوى و، د ١٠٠٠هلکانو او نجونو زده کوونکو ستونزه د مناسب ځاى له پلوه هواره شوې وه.
د پوهنې مسوولين وايي، چې دمګړۍ په کندوز کې څه باندې ٤٠٠ ښوونځي شتون لري، چې په کې څه باندې ٢٧٠زره هلکان او نجونې زده کړه کوي، خو څه باندې ٤٠سلنه يې ودانۍ نه لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن