ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ولسمشرکرزي نیوکه کوونکى امریکایی جنرال له دندې ګوښه کړای شو

پر ولسمشرکرزي نیوکه کوونکى امریکایی جنرال له دندې ګوښه کړای شو

author avatar
5 Nov 2011 - 15:34
پر ولسمشرکرزي نیوکه کوونکى امریکایی جنرال له دندې ګوښه کړای شو
author avatar
5 Nov 2011 - 15:34

کابل ( پژواک ۱۴ لړم ۹۰ ) : په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان خپل هغه قوماندان له دندې ګوښه کړ، چې پر ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان چارواکیو یې نامناسبې نیوکې کړې وې.

 په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت ویاند جارج لټل د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې له دندې لرې کړای شوی امریکایي جنرال پیټر فلر نومیږي او په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت (این ټي ایم ای ) د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کوله.

 سرچینې زیاته کړې ، چې نوموړي څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې د ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان چارواکیو پر ضد نامناسبه نیوکه کړې وه.

 جارج لټل ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن پر دې څرګندونو جنرال پیټر له دندې ګوښه کړی دی.

 خو سرچینې دا نه دي ویلي، چې یاد شوی جنرال به اوس له پوځ څخه تقاعد اخلي او که به استعفی ورکوي.

 د امریکا دفاع وزارت ویاند ویلي ، چې دفاع وزیر ليون پليتا ددې پرېکړې کلکه دفاع کړې ده.

 د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د روزنې د ماموریت مرستیال جنرال پیټر فلر له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و ، چې د ولسمشر حامد کرزي پالیسي ګونګه ده او هغه حقیقت خوښوونکی هم نه دی، ځکه افغانستان ته د یوه داسې رهبر ته اړتیا ده، چې ډیره واضحه پالیسي ولري او واک لرونکی وي.

 هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې یو شمېر افغان چارواکي په دې هیواد کې دامریکایي سرتېرو قربانیو منلو ته هم تیار نه دي.

 په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال آلن ددې څرګندولو په غبرګون کې ویلي ، چې د جنرال پيتر دا څرګندونې دهغه شخصي دي او دامریکا د حکومت او ولس استازیتوب نه شي کولی.

 دا لومړی ځل نه دی ، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایی جنرال له دندې ګوښه کیږي، له دې مخکې هم د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کرسټال د ولسمشر بارک اوباما او دهغه دیو شمېر چارواکیو پر ضد د نامناسبه څرګندونو له امله له دندې ګوښه شوی و.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.