ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوديزې لويې جرګې نوم ليکنه پيل شوه

12 Nov 2011 - 11:10
12 Nov 2011 - 11:10

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ، په جوړېدونکې دوديزه لويه جرګه کې، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او سولې د ميکانيزم په اړه به په کې بحث وشي، د ګډون په موخه نوم ليکنه پيل شوه.

دا څرګندونې د يادې جرګې د چمتووالي د کمېسيون وياندې صفيې صديقي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، تر اوسه په دې څلور ورځنۍ جرګه کې د ګډون په موخه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو، ناروې، کاناډا او د پاکستان له کوېتې ښار څخه يو شمېر مخور افغانان کابل ته را رسېدلي دي.

صديقي د را رسېدلو کسانو د کره شمېر په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې کابل ته د جرګې د ګډونوالو د راتګ لړۍ دوام لري.

د صديقي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې د ملي شورا اوسني ټول او د تېرې دورې يو شمېر غړي، د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي، د مدني ټولنې او خصوصي سکټور، معيوبينو او معلولينو استازي، ديني علماء او مخور شخصيتونه په دې جرګه کې ګډون وکړي.

هغې وويل، چې ديني علما او مخور شخصيتونه دې جرګې ته له هر ولايت څخه ولايتي شوراګانو معرفي کړي دي.

دغه راز سرچينې زياته کړه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په استازيتوب ١٢٠ تنه، په ايران کې د افغان کډوالو په استازيتوب ٨٠ تنه او د امريکا او کاناډا په ګډون په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو په استازيتوب ٣٠ تنه به هم په دې جرګه کې برخه واخلي.

صديقي وايي، چې يادې جرګې ټول ګډونوال به٢٠٣٠ تنه وي، چې ١٨سلنه به يې ښځې جوړوي.

هغې وويل، چې د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي به په دې جرګه کې د مېلمنو په توګه برخه ولري.

د هغې د څرګندونو له مخې، د جرګې ګډونوال ځکه د جرګې له پيل څخه مخکې رابلل شوي، تر څو د غونډې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل شي.

په کابل کې د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې مشر محمد امين خوستى يو له هغو کسانو دى، چې نن يې په جرګه کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړه.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى د صرافانو او سوداګرو له خوا په دې جرګه کې د ګډون په موخه د استازي په توګه ټاکل شوى د‌ى.

ده دغه جرګه مهمه وبلله او ويې ويل، چې په جرګه کې لوى ملي مسايل تر بحث لاندې نيول کېږي او دى به په کې د صرافانو او سوداګرو استازيتوب وکړي.

ټاکل شوې ده، په دې څلور ورځنۍ دوديزه جرګه کې، چې د کابل ښار پولتخنيک ته څېرمه د لويې جرګې په خېمه کې جوړيږي، له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او په هېواد کې د سولې پر ميکانيزم خبرې وشي.

صديقي وويل، چې د يادو دوو اصلي موضوع ګانو ترڅنګ، کېداى شي د جرګې ځينې ګډونوال له ځان سره ځانګړې اجنډا ولري او په هغې به هم بحث وشي.

د روان کال په پيل کې د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو سند امريکا افغانستان ته وړاندې کړ او افغانستان دغه سند له يو لړ شرطونو سره بېرته امريکا ته وسپاره.

د افغانستان خپلواکي، په دغه هېواد کې د امنيت ټينګښت، د افغان ځواکونو سمبالتيا او نور د افغانستان د حکومت شرطونو دي.

دغه راز افغان چارواکي وايي، چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ستراتيژيک تړونونه به نورو هېوادونو ته د ستونزو د جوړېدو لامل نه شي.

حامد کرزي مخکې ويلي وو، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه به په دوديزه لويه جرګه کې بحث وشي، خو وروستى تصميم به ملي شورا نيسي.

 دغه راز ولسمشر حامد کرزي شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې وويل، چې نور بايد په افغانستان کې د سولې او امنيت د راوستو په موخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو پرځاى له پاکستان سره خبرې وشي.

کرزي ويلي وو، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د سولې د پروسې پر تګلارې د بيا کتنې په موخه دوديزه لويه جرګه راوغواړي، ترڅو د خلکو له غوښتنو سره سم تصميم ونيول شي. 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version