ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي : په دوديزه لويه جرګه کې د طالبانو او حزب اسلامي غړيو هم ګډون کړى

صديقي : په دوديزه لويه جرګه کې د طالبانو او حزب اسلامي غړيو هم ګډون کړى

author avatar
17 Nov 2011 - 08:51
صديقي : په دوديزه لويه جرګه کې د طالبانو او حزب اسلامي غړيو هم ګډون کړى
author avatar
17 Nov 2011 - 08:51

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د دوديزې لويې جرګې ويانده وايي چې په دې جرګه کې د طالبانو او حزب اسلامي يو شمير غړيو هم  د قومي مشرانو په توګه ګډون کړى دى .

له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانيزم د مشورو په موخه په کابل کې دوديزه لويه جرګه نن له غرمې مخکې  د شاوخوا دوو زرو کسانو په ګډون پيل شوه او ټاکل شوې، چې څلور ورځې دوام وکړي.

د دوديزې لوې جرګې وياندې صفيه صديقي چې نن له غرمې وروسته يې په خبري ناسته کې خبرې کولې وويل : ((موږ د ډلې په نوم چاته دعوت نه دى ورکړى اوکوم طالب او يا د حزب اسلامي کوم غړي ، چې په جرګه کې ګډون کړى ، د خلکو لخوا انتخاب شوي دي .))

خو دې  ونه ويل چې په جرګه کې  د طالبانو او حزب اسلامي څو او کومو کسانو ونډه اخستې ده .

دا په داسې حال کې ده چې حزب اسلامي او طالبانو ياده جرګه د بهرنيو په اشاره جوړه شوې جرګې بللې او ويلي يې دي چې دوى ته د منلو وړ نه د ه.

صديقي په نننۍ خبرې ناسته کې وويل ،چې دې جرګې ته له بلل شويو  ٢٣٠٠ کسانو څخه ٢٢٠٠ تنه حاضر شوي دي .

دي وويل ، چې په  ناسوبو سلو تنو کې د ولسي جرګې يو شمير غړي او هغه کسان شامل دي ، چې د ناروغۍ  له امله يي په دې جرګه کې ګډون نه دى کړى .

د ولسي جرګې مشر تېره ورځ ويلي و چې ددې جرګې  ١٧١ غړيو په دوديزه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړي دي .

خو د ولسي جرګې پاتې نورو غړيو له دې جرګې سره مخالفت کړى او غيرقانوني يې بللې ده .

د صديقي  په خبره  نن به د دوديزي لويې  جرګې غړي په ٤٠ کمېټو وويشل شي او هره کمېټه به  ځانته انتخابي رئيس او منشي وټاکي.

دغه راز دې وويل چې د نن ورځې په پاى کې په دواړو ملي ژبو له امريکا سره د ستراتيژيک تړون مواد د جرګې په غړيو ويشل کيږي او ګډونوال به  د غونډې په ورستۍ ورځ   خپل نظر په دې اړه عمومي غونډې ته وړاندي کوي .

انګلستان، فرانسې، اروپايي ټولنې او استراليا هم له افغانستان سره د  ستراتيژيک تړونونه وړانديز کړى .

افغانستان څه موده مخکې له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.