ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ٣١ ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

15 Nov 2011 - 15:05
15 Nov 2011 - 15:05

جلال اباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د ننګرهار امنيه قوماندانۍ هغه ٣١ ميله سپکې او درنې وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې، چې په تېره موده کې يې په بېلابېلو ځايونو کې ترلاسه کړې وې.

امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد سلطاني نن (د لړم ٢٤مه) د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو وسلو کې هغه هم شامله ده، چې د دولتي ځمکې پر سر د شينوارو د دوو قومونو له جنګياليو ترلاسه شوې دي.

هغه زياته کړه، چې له يادې وسلې سره يوځاى هغه وسله هم د ناقانون وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروګرام (ډاياګ) ته وسپارل شوه، چې پوليسو له شپږو تورنو کسانو څخه په بېلابېلو سيمو کې ترلاسه کړې وې.

سلطاني وويل، چې په دغو وسلو کې ٢ ميله ده شکې، يو ميل زيکويک، يو ميل ٨٢ ميلي متري توپ، ٥ ميله ٧RPG، يو شمېر کلاشينکوفونه او ٣٠٣ بر ټوپکونه شامل دي.

په ختيځو ولايتونو کې د ډاياګ د پروګرام مشر بريد جنرال محمدعلي پاچا پژواک ته وويل، چې دغه وسله به د ننګرهاره مرکز ته ولېږدوي او د دفاع وزارت په وسله تونونو کې به يې خوندي کړي.

نوموړي د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې له ٢٠٠٥ کال راهيسې په ننگرهار ولايت کې د ډاياګ پروګرام په زرګونو ميله درنې او سپکې وسلې ټولې کړې دي، هغه يې د ملي پوځ په وسله تونونو کې ځاى پر ځاى، چې د اړتيا پر مهال به د لوى درستيز پر حکم او د ولسمشر په منظورۍ ترې وسله وال ځواکونه ګټه واخلي.

د ډاياګ پروګرام د چارواکو د معلوماتو له مخې، د همدغه پروګرام د کار له پيله راهيسې په ننګرهار کې دغه پروګرام ٤٧٨١ ميله سپکه او درنه وسله راټوله کړې او د دغه ولايت له ٢٢ ولسواليو څخه، ١٧يې له وسلو پاکې او د سولې په نوم نومول شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version