ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ښرنه کې ترافيکي اشارې ولګول شوې

په ښرنه کې ترافيکي اشارې ولګول شوې

ښرنه (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): په ښرنه کې دولت په داسې حال کې د ترافيکي اشارو لګول پيل کړل، چې په دې وروستيو کې په دې ښار کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

  په دې ښار کې له لوى اختر نه وړاندې يواځې په څلوېښتو ورځو کې شاوخوا دوه سوه ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې، چې لسګونه تنه په کې مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

  د پکتيکا دولتي چارواکي د ښرنې په ښار کې د ترافيکي اشارو نه شتون، د موټرو ګړندى تګ او د چلوونکو له خوا د ترافيکي قوانينو نه پلي کېدل د يادو شويو پېښو لاملونه په ګوته کوي.

 چارواکي وايي، چې اوس يې د دغو پېښو د مخنيوي په موخه د ښرنې ښار په بېلابېلو واټونو او بېلابېلو ځايونو کې ترافيکي اشارې درولي او ګڼ شمېر ترافيک يې د ښار په بېلابېلو برخو کې ګومارلي دي.

 د پکتيکا د ترافيکو مدير سمونيار سردارمحمد اوښوال د لړم په ۲۵مه، پژواک ته وويل، دا چې د ښرنې ښار په نوې بڼه جوړ شوى او ډېرى سړکونه يې پاخه شوي دي؛ خو ترافيکي اشارې په کې نه وې او ترافيک هم کم وو، چې له امله يې خلکو ترافيکي قوانين له پامه غورځولي وو.

  هغه وايي، چې د ترافيکي پېښو د ډېرښت لامل هم قانون ته نه احترام، د ترافيکو کمښت او د ترافيکي اشارو نه شتون دى.

 نوموړى زياتوي، د دې لپاره چې موټرچلوونکي منظم تګ وکړي، د ترافيکو رياست ترافيکي اشارې ولګولې.

 د اوښوال په خبره، د ښرنې په ښار کې يې په لويو لارو يادې شوې ترافيکي اشارې درولې او ترافيک يې هم زيات کړي، چې له دې سره د لوى اختر له لومړۍ ورځې تراوسه هېڅ ترافيکي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

 نوموړي دا هم وويل، چې اوس د ترافيکو له لوري د ښرنې ښار په څلور لارو کې د موټر چلوونکو ليسنسونه هم کتل کېږي او ډېر هغه کسان چې ليسنس نه لري، د دوى له لوري جريمه شوي دي.

 د ترافيکو مدير وايي، چې له لوى اختر څخه راپدېخوا يې شاوخوا درېيو سوو تنو ته په ترافيکي کورسونو کې د ګډون او ليسنس اخيستلو وړانديزونه کړي دي.

 د عبدالرحمن په نوم يوه ترافيک چې د ښرنې ښار د شهيدانو په څلورلارې کې د موټر چلوونکو په ليسنس کتلو بوخت و، پژواک ته وويل، چې ډېر خلک له ترافيکي قوانينو سره اشنا نه دي او پرې عملي کېدل پر ځان ظلم بولي.

 د ده په خبره، د دغو ترافيکي قوانينو پلي کېدل خپله د دوى لپاره ګټه لري، ځکه چې د دوى د مرګ ژوبلې مخنيوى کېږي.

 د پکتيکا يو شمېر موټرچلوونکي هم د دې ترافيکي اشارو په لګولو خوښ دي.

 د ښرنې ـ غزني اډې يوه موټرچلوونکي مجيب پژواک ته وويل، چې په نورو ولايتونو کې يادې شوې ترافيکي لوحې لا له وړاندې موجودې وې؛ خو خوښ دى چې اوس په پکتيکا کې هم درېدلې دي.

 نوموړي زياته کړه چې د دغو لوحو درېدل، موټرچلوونکو د ورځې او شپې ډېره ګټه کوي او که له دې اشارو سره سم موټر وچلوي، نو د ټکرونو او ترافيکي پېښو مخنيوى کېږي.

 يو بل موټر چلوونکى محمد عمر بيا وايي، چې ډېر وخت د دولتي او نظامي موټرو چلوونکي دغه قوانين په پام کې نه نيسي، چې له امله يې ډېرى وخت ترافيکي پېښې رامنځ ته کېږي.

 د هغه په خبره، که دولت هر قانون لومړى په خپلو کارکوونکو پلى کړي، نو عام خلک به يې خپله په پام کې ونيسي.

 د ښرنې يو اوسېدونکى خان محمد، په ښرنې ښار کې د يادو شويو اشارو نصبېدل د ترافيکي اصولو په برخه کې يو پرمختګ بولي او وايي، چې د ترافيکي قوانينو په پلي کېدو سره به په ترافيکي پېښو کې کمښت راشي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.