ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي له دوديزې جرګې د سولې پروسې په اړه د مشورې غوښتنه وکړه

16 Nov 2011 - 15:09
16 Nov 2011 - 15:09

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د دوديزې لويې جرګې له ګډون کوونکو وغوښتل، څو په دې اړه، چې له طالبانو او يا پاکستان سره د سولې خبرې پر مخ يوړل شي، مشوره ورکړي.

حامد کرزى، چې نن يې د دوديزې لويې جرګې د غونډې د پرانيستنې په پيل کې خبرې کولې، وويل، چې د سولې د عالي شورا د رييس استاد رباني وژنې د خلکو هيله او باور، چې د سولې راتلو لپاره يې درلوده، زيانمنه کړې ده.

پخوانى ولسمشر او د سولې د عالي شوراى رييس استاد رباني د روان کال د وږي په ٢٩مه نېټه د کابل ښار په وزير اکبرخان مېنه کې، د خپل کور دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

خو حامد کرزي زياته کړه، چې د سولې هيله او اړتيا اوس هم په خپل ځاى ده او ټول افغانان سوله غواړي او په ټول افغانستان کې يې غواړي.

هغه وويل: ((دا چې څه ډول سوله وکړو، په څه ترتيب ورته دوام ورکړو او له چا سره سوله وکړو، له طالبانو سره سوله وکړو او که له خپل ګاونډي پاکستان سره، دا يوه مسئله ده، چې تاسو د خلکو ټول استازي بايد په دې اړه مشوره ورکړئ.))

ولسمشر کرزي زياته کړه، چې دا د دوديزې لويې جرګې د ګډون کوونکو واک دى او په دې اړه بايد مشوره ورکړي، چې په نظر يې د سولې پروسه په څه ترتيب پر مخ يوړل شي.

هغه په ډاګه کړه، چې د سولې د پروسې په اړه بايد له سره غور وشي، چې د سولې پروسه په څه ډول دوام وکړي.

حامد کرزي د جرګې ګډون کوونکو ته په خطاب کې وويل: ((په دې اړه چې ستاسو مشوره هر څه وي، موږ په هماغه ډول خپلو هڅو ته دوام ورکوو.))

ولسمشر کرزي وويل، تر هغه چې د دوديزې لويې جرګې ګډون کوونکي د سولې د پروسې په اړه خپلې مشورې وړاندې کوي، د افغانستان دولت به د سولې د پروسې په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه يادونه وکړه، چې ترکيه او سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې د راوستو په اړه زياتې همکارۍ کړې دي، چې د قدر وړ دي.

ولسمشر کرزي زياته کړه: ((موږ د سولې په راوستو کې د دغو دواړو هېوادونو همکاري او ګډون غواړو او د سولې د راوستو په اړه تر ټولو ښه لاره د همدغو هېوادونو همکاري ده.))

د يادونې ده، چې دغه دواړه هېوادونه له طالبانو سره نېکې اړيکې لري.

حامد کرزي وويل: ((امريکا هم غواړي، چې په افغانستان کې سوله راشي، زموږ هيله دا ده، چې په دې اړه په روڼتيا او روښانه ډول همکاري وکړي.))

خو هغه زياته کړه، چې د ټولو هڅو بنسټ د افغانستان د ګاونډيو او دوستانو د همکاريو په رڼا کې د افغانستان ملي او ولسي هڅې دي.

دوديزه مشورتي لويه جرګه نن د نږدې دوو زرو تنو په ګډون په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې د حامد کرزي په وينا پيل شوه او هغه په ډاګه کړه، چې دغه جرګه په دوو موخو “له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيکې اړيکې او په هېواد کې د سولې ميکانيزم” څرخېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version