کابل (پژواک ٥ لېندۍ ٩٠): د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه د دولت د ١٣ مخالفو وسله والو د وژلو او د ٣٢ نورو د نيولو خبر ورکوي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د ليندۍ ٥مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي، چې د دولت ١٣ وسله وال مخالفين د تېرو ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې په کابل، هلمند، اروزګان او هرات ولايتونو کې وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، چې په دغو ولايتونو کې په ټوليزه توګه د ملي پوليسو له خوا له ملي اردو او ايساف ځواکونو سره په ګډو هڅو پنځه عمليات په لاره اچول شوي وو، چې په ترڅ کې يې د دولت ١٧ نور مخالفين هم ونيول شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه ميله کلاشينکوفونه، دوه تومانچې، ٣٤ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، دوه مخابرې او د هاوان له مرميو جوړ شوي ١٥ماينونه ترلاسه شول.
د سرچينې په وينا، د ملي پوليسو منسوبينو پرون د توپ، مېزايلو اوهاوان ١٩ مرمۍ، د چاودېدونکو توکو اوه خښتې، يو راکټ، يو کيلوګرام امونيم نايتريت، د پرسونل ضد يو ماين او دوه پايې مخابرې، چې د مخالفينو له لوري په د ننګرهار او کڼر ولايتونو کې د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.
په همدې ترڅ کې ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې، په ځينو ولايتونو کې د دولت د ١٥ مخالفو وسله والو له نيولو خبر ورکړى، چې د ملي اردو د سرتېرو له خوا د يو لړ چانيزو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ١٢ تنه مخالفين د اروزګان په چوره او درې نور د خوست په صبريو ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
سرچينه کاږي، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د يو لړ نورو عملياتو پر مهال ١٨ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي او د سړک غاړې درې ماينونه هم له کشف وروسته شنډ شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى د لوګر په خروار ولسوالۍ کې وژل شوى او د کندهار ولايت اړوند سيمو کې پنځه نور سرتېري ټپي شوي دي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت په کابل، ننگرهار، فاریاب، کندهار، هلمند، زابل، اروزگان، میدان وردگ، غزني، خوست او پکتیا ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د يو لړعملياتو په ترڅ کې د لسو وسله والو مخالفينو د وژلو او د ٣٠ نورو د نيولو خبر ورکړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن