کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د دغه وزارت د منسوبينو د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٦ نور ونيول شول.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د ليندۍ ٢٠مه) د دغه وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، ښکل شوي، چې ياد شمېر مخالفين په تېرو ٢٤ساعتونو کې د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو له لوري په نهو عملياتو کې وژل شوي او نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې ياد کسان د کابل، فراه، کندهار، هلمند، سرپل او لوګر ولايتونو په مربوطاتو کې وژل شوي او نيول شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د دغو عملياتو په لړ کې ١٦ کلاشينکوفونه، يو ميل دهشکه، د وسايطو ضد درې ماينونه، له چاودېدونکو توکو ډکه يوه ١٨ کيلويي بوشکه او ١٠ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، چې نيول شوي کسان دغه مهال تر څارنې لاندې دي او قضيې يې د څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دولت ٣٠ وسله وال مخالفين يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په زابل، لوګر، هلمند، کندهاراو هلمند ولايتونو کې نيولي دي.
همدرانګه دفاع او کورنيو چارو وزارتونو تېره ورځ په يو شمېر ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې د دولت د ١٧ وسله والو مخالفينو د وژلو او د ١٩ نورو د نيولو خبر هم ورکړى و.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن