ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سنوکر په سياليو کې جرمني او روسيې ته ماتې ورکړه

افغانستان د سنوکر په سياليو کې جرمني او روسيې ته ماتې ورکړه

author avatar
30 Nov 2011 - 17:28
افغانستان د سنوکر په سياليو کې جرمني او روسيې ته ماتې ورکړه
author avatar
30 Nov 2011 - 17:28

کابل (پژواک ٩  ليندۍ ٩٠): د سنوکر لوبې د نړيوالې اتلولۍ په ترڅ کې چې په هندوستان کې روانې دي، افغان لوبغاړو د دوو نورو هېوادونو لوبغاړو ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د ليندۍ په اوومه، د هندوستان په بنګلور ښار کې پيل شوې او د ليندۍ په ١٢مه به پاى ته ورسېږي.

په دغو سياليو کې د ٤١ هېوادونو د سنوکر شاوخوا ٩٠ لوبغاړي برخه لري، چې په ١٦ ډلو وېشل شوي دي.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټۍ وياند مجيب الرحمن رحماني د ليندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان لوبغاړى رييس خان سينزي په ميم ګروپ او صالح محمد په جيم ګروپ کى ځاى لري.

د نوموړي په وينا، افغان لوبغاړي صالح محمد خپل روسي او اطريشي سيال ته ماتې ورکړه؛ خو له ايراني سيال څخه يې ماتې وخوړه.

رحماني وويل، چې بل افغان لوبغاړي رييس خان سينزي خپل جرمني سيال ته ماتې ورکړه؛ خو له اسټراليايي سيال څخه يې ماتې وخوړه.

د هغه په وينا، سينزي له دې مخکې انګلستاني او پاکستاني لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه  او په څلورو لوبو کې يې درې ګټلې او په خپل ګروپ کې په لومړي مقام کې ځاى لري.

دغه راز صالح محمد له دې مخکې  هندي لوبغاړي ته ماتې ورکړې وه.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.