ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان لوبغاړي د سنوکر د نړيوالې اتلولۍ درېيم پړاو ته لاره ومونده

افغان لوبغاړي د سنوکر د نړيوالې اتلولۍ درېيم پړاو ته لاره ومونده

author avatar
1 Dec 2011 - 12:04
افغان لوبغاړي د سنوکر د نړيوالې اتلولۍ درېيم پړاو ته لاره ومونده
author avatar
1 Dec 2011 - 12:04

کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٠): د سنوکر د نړيوالې اتلولۍ په سياليو کې، چې په هندوستان کې روانې دي، يوه افغان لوبغاړي درېيم پړاو ته لار وموندله، خو دويم له ماتې وروسته له دغو سياليو ووت.

دغه سيالۍ د ليندۍ په اومه، د هندوستان په بنګلور ښار کې پيل شوې او د ليندۍ په ١٢مه به پاى ته ورسېږي.

په دغو سياليو کې د ٤٣ هېوادونو د سنوکر شاوخوا ٩٠ لوبغاړي برخه لري، چې په ١٦ ډلو وېشل شوي وو.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټۍ وياند مجيب الرحمن رحماني د ليندۍ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې د افغانستان له لوري رييس خان سينزي او صالح محمد برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، دواړو افغان لوبغاړو په خپلو ګروپونو کې، چې په هر يوه ګروپ کې د پنځو هېوادونو لوبغاړي شامل وو، د درېيو، درېيو لوبو په ګټلو سره دويم مقامونه خپل کړل او د دغو سياليو دويم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.

د هغه په وينا، د دغو سياليو دويم پړاو ته ٤٨ لوبغاړو لاره موندلې وه، چې تېره ورځ ناوخته د دويم پړاو سيالۍ هم ترسره شوې.

رحماني وويل، چې د دويم پړاو په سياليو کې، چې د ناک اوټ په سيسټم وې، افغان لوبغاړي رييس خان له هندي لوبغاړي انوج اوپال څخه څلور په يو ماتې وخوړه او له سياليو ووت.

خو د اولمپيک وياند وايي، چې بل افغان لوبغاړي صالح محمد په دويم پړاو کې خپل بحريني سيال محمد عيسى ابراهيم شېخ ته څلور پر يو ماتې ورکړه او درېيم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.

د هغه په وينا، صالح محمد به نن په درېيم پړاو کې، چې ٣٢ لوبغاړو ورته لاره پيدا کړې، له انګلستاني سيال مارټن ډونل سره سيالي کوي.

د يادونې ده، چې په ګروپي سياليو کې صالح محمد روسي، هندي او اطريشي سيال ته ماتې ورکړه؛ خو له ايراني سيال څخه يې ماتې خوړلې وه.

بل افغان لوبغاړي رييس خان سينزي خپل الماني، انګلستاني او پاکستاني سيالانو ته ماتې ورکړه؛ خو له اسټراليايي سيال څخه يې ماتې وخوړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.