ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي همبستګي ګوند سلګونو غړو په کابل کې لاريون وکړ

د ملي همبستګي ګوند سلګونو غړو په کابل کې لاريون وکړ

author avatar
1 Dec 2011 - 19:22
د ملي همبستګي ګوند سلګونو غړو په کابل کې لاريون وکړ
author avatar
1 Dec 2011 - 19:22

کابل ښار( پژواک دليندۍ ١٠مه ٩٠): په کابل کې سلګونو کسانو لاريون وکړ او د بن دويم کنفرانس او له امريکا سره دستراتيژيک تړون له لاسليک کولو سره يې مخالفت وکړ.

دا لاريون چې نن په کابل کې د ملي همبستګي ګوند له لوري په لاره واچول شو ،څه باندې ٥٠٠ کسانو په کې ګډون کړى وو.

هغوى چې دپاميرسينما له سيمې څخه لاريون پيل کړ،  شاوخوا يو نيم ساعت وروسته په  ميوند جاده کې  يې دامريکا دبيرغ په سوځولو سره  د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره   له هېواد څخه   د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه  وکړه.

لاريون کوونکو د امريکا، دولت، دوديزې لويې جرګې او له امريکا سره د افغانستان دستراتېژيک تړون په ضد نارې وهلې.

اعتراض کوونکو په سپين ټوکر پوښلى يو تابوت چې پرې (( استقلال ،ازادي او ملي غرور ليکل شوي وو، له ځان سره لېږدوه.

دملي همبستګي ګوند دتشکيلاتو مشر حفيظ الله راسخ  پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دبن دويم کنفرانس د لومړي تعقيب دى داکنفرانس په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو دشتون لامل شوى دى.

هغه زياته کړه: (( چې په تېرو لسو کلنو کې بهرنيو ځواکونو ونشوکړاى ،څو په هېواد کې امنيت ټينګ کړي،بلکې د جګړي لمن نوره هم پراخه شوه.))

دهغه په وينا، امريکا له اقتصادى بحران سره مخ ده، او له اقتصادي پلوه نشي کولى ،څو نړې تر خپل اغېز لاندې راولي،نو له دې کبله د کنفرانسونو او جرګو په جوړولوسره غواړي ،چې په افغانستان کې تلپاتي شتون ولري.

راسخ زياته کړه،چې په افغانستان کې د امريکا دايمي اډې ، په ټوله نړۍ دپوځي واکمنۍ د کړۍ بشپړول ،دامريکا د ستراتېژيک پروګرام برخه ده.

دوديزه لويه جرګه چې تېره مياشت دڅه باندې ٢٠٠٠کسانو په ګډون په کابل کې جوړه شوه ،د يو ٧٦ماده ييز پرېکړه ليک په خپرولو سره يې په له امريکا سره دستراتېژيکو اړيکو او په افغانستان کې دياد هېواد دپوځي اډو په جوړلو سره يې ،په مشروط ډول موافقه وکړه.

دکابل ښار يوتن ښوونکې او د لاريون ګډونوالې نيلوفر د امريکا پوځي اډې د ملي خيانت او پر امريکا د افغانستان خرڅول بولي او د لاريون موخه يې د امريکا دپوځي اډو اوله دې هېواد سره د ستراتېژيک پيمان لاسليک غندنه وبلله.

هغه زياته کړه،چې بايد ولسي حکومت رامنځ ته شي، څو په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې بندې شي او بهرني ځواکونه دې په بېړه له افغانستان څخه ووځي.

دې لاريونکونکې، دبن دويم کنفرانس جوړول   د افغانستان  دنيولو لپاره ،د نامطلوبو افغانانو  او لوېديځوالو غوڼده وګڼله.

اټکل کېږي،چې دبن دويم کنفرانس د روان کال  د دسمبر ٥ مه ،په المان کې جوړ شي.

 دافغان دولت چارواکي وايي،چې دبن دويم کنفرانس د افغانانو په مشرۍ جوړېږي او دولت به پکې خپلې ځانګړې طرحې وړاندې کړي، په دې کنفرانس کې به  دښې حکومتدارۍ، له نورو هېوادونو سره د تړونونو او موافقتنامو لاسليک کول او نور مسايلو په اړه  خبري اتري وشي.

دافغانستان ملي همبستګي ګوند په ٢٠٠٤ زېږديزکال کې جوړ شو ،چې د مسوولينو په ادعا يې دا ګوند زرګونه غړي لري او ډيرى فعاليتونه يې په کابل، فراه، کونړ،ننګرهار،بلخ ،تخار او باميانو ولايتونو کې ترسره کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.