ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان دکرکټ په اسيايي سياليو کې ماليزيا ته ماتې ورکړه

3 Dec 2011 - 11:31
3 Dec 2011 - 11:31

کابل ( پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠ ) :د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې په اسيايي شل اووريزو سياليو کې،  چې نن په نيپال کې پيل شوې، ماليزيا ته ماتې ورکړه.

په نيپال کې دافغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې منيجر شفيق ستانکزي د ليندۍ په ١٢مه، دټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن دسياليو په لومړۍ ورځ د افغانستان او ماليزيا لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ يې پخپله د بيټنګ (توپ) وهولو پرېکړه وکړه.

د شفيق په وينا، دافغانستان ملي لوبډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې جوړې کړې او ماليزيا ته يې د ١٦٧ منډو هدف وټاکه.

دى وايي چې دافغانستان له لوري شبير نوري ډېره ښه لوبه وکړه او ٥٣ منډې يې جوړې کړې، دغه راز کريم صادق ٣٩، اصغر ستانکزي ٢٤، محمد شهزاد ٢٠ ،نوروز منګل ١٢ او محمد نبي اته منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې منيجر وويل چې د ماليزيا لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٠ اورونو کې په ١٠٧ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د٥٩ منډو په توپير سره وګټله.

د  هغه په وينا، دافغانستان له لوري محمد نبي درې، سميع الله شينواري دوه، حميد حسن، دولت ځدراڼ او نسيم خان يو يو لوبغاړى وسوځول.

شبير نوري، چې په دې لوبه کې يې ښه منډې جوړې کړې، ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

 

په دې سياليو کې دافغانستان ترڅنګ  هانګ کانګ، عمان ،کويټ، نيپال،ماليزيا،متحده عربي امارت، سعودي عربستان، بوتان او مالديپ لوبډلې برخه لري .

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې،دا سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اووريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کاږي ، چې افغانستان لا دمخه د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې ده دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د نيپال سياليو ته لاندې ملي لوبډله ټاکل شوې ده.

نورز منګل (کپتان)، محمد نبي عيسی خېل (مرستيال کپتان)، شبيرنوري، شهزاد محمدي،کريم صادق،نجيب ځدراڼ،اضغر ستانکزی،سميع الله شينواری،ميرويس اشرف،ګلبدين نايب،ضميرخان،نسيم خان ،حميد حسن مومند اودولت ځدراڼ.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version