ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان دکرکټ لوبډلې عمان ته هم ماتې ورکړه

4 Dec 2011 - 12:02
4 Dec 2011 - 12:02

کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي شل اووريزو سياليو کې، چې پرون په نيپال کې پيل شوې، عمان ته هم ماتې ورکړه.

په نيپال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې منېجر شفيق ستانکزي د ليندۍ په ١٣مه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د سياليو په دويمه ورځ د افغانستان او عمان تر منځ لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ يې په خپله د بيټنګ (توپ وهولو) پرېکړه وکړه.

د شفيق په وينا، د افغانستان ملي لوبډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې ١١٧منډې جوړې کړې او عمان ته يې د ١١٨ منډو هدف وټاکه.

د ملي لوبډلې منېجر وويل، چې د عمان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او په ٢٠ ټاکل شويو اورونو کې يې ٧٧ منډې ترسره کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د٤٠ منډو په توپير سره وګټله.

په دغو سياليو کې د افغانستان ترڅنګ هانګ کانګ، عمان، کويټ، نيپال، ماليزيا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بوتان او مالديپ لوبډلې برخه لري .

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې،دا سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اووريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

پرون د همدې لوبې پر لومړۍ ورځ، افغانستان د ٥٩ منډو په توپير د ماليزيا کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان لا د مخه د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې، دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د نيپال سياليو ته د ملي لوبډلې لاندې لوبغاړي ټاکل شوي دي.

نورز منګل (کپتان)، محمدنبي عيسی خېل (مرستيال کپتان)، شبيرنوري، شهزاد محمدي، کريم صادق، نجيب ځدراڼ، اضغر ستانکزی، سميع الله شينواری، ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، ضميرخان، نسيم خان، حميدحسن مومند او دولت ځدراڼ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version