ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې بوټان ته هم ماتې ورکړه

6 Dec 2011 - 14:29
6 Dec 2011 - 14:29

کابل (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي شل اوريزو سياليو کې  چې په نيپال کې روانې دي، نن بوټان ته هم ماتې ورکړه.

په نيپال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې منېجر شفيق ستانکزي د ليندۍ په ١٥مه، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د سياليو په پنځمه ورځ د افغانستان او بوټان ترمنځ لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د بوټان لوبډلې وګټله او لومړى يې افغانستان ته د بېټنګ (توپ وهولو) پرېکړه وکړه.

د شفيق په وينا، د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو،  ٢٢٥ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ٢٢٦ منډو هدف وټاکه.

نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري کريم صادق ٧٢، نوروز منګل ٣٧، محمد نبي ٣٦ او اصغر ستانکزي ٢٩ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې منېجر وويل، چې د بوټان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په اتلسم اور کې په ٤٥ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٨٠ منډو په توپير سره وګټله.

ستانکزى وايي چې د افغانستان له لوري ضمير خان، کريم صادق او سميع الله شينواري دوه دوه، شبير نوري او محمد نبي حميد يو، يو لوبغاړى وسوځول.

کريم صادق، چې په دې لوبه کې يې ښې منډې جوړې کړې، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان له دې مخکې عمان او مالېزيا ته هم ماتې ورکړې او خپله وروستۍ ګروپي لوبه به سبا له مالديف سره ترسره کړي.

په دې سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د هانګ کانګ، عمان، کوېټ، نيپال، مالېزيا، متحده  عربي امارتو، سعودي عربستان، بوټان او مالديف لوبډلې برخه لري .

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اوريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کاږي، چې افغانستان لا دمخه د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې ده، دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version