ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې شاوخوا لس ټنه ناچاوده توکي ملي اردو ته وسپارل شول

په غزني کې شاوخوا لس ټنه ناچاوده توکي ملي اردو ته وسپارل شول

author avatar
3 Dec 2011 - 17:35
په غزني کې شاوخوا لس ټنه ناچاوده توکي ملي اردو ته وسپارل شول
author avatar
3 Dec 2011 - 17:35

غزني ښار (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): په غزني کې د اومر ماين پاکۍ موسسې شاوخوا لس ټنه ناچاوده توکي په سيمه کې د ملي اردو چارواکو ته وسپارل.

 په غزني ولايت کې د اومر موسسې د څانګې مشر سيدعالم د ليندۍ په ١٢مه، پژواک اژانس ته وويل چې نن يې په دې ولايت کې د پخوانۍ ١٤مې فرقې په سيمه کې راټول شوي شاوخوا لس ټنه ناچاوده توکي، چې يو شمېر وسلې او ماينونه هم په کې شامل دي، د ملي اردو چارواکو ته وسپارل.

 د هغه په وينا، دغه ياد شوي توکي يې د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې د څلورو ماين پاکۍ ډلو په مرسته راټول کړي وو.

 ده وويل، چې په دې توکو کې ٢١ ډوله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، ماينونه او يو شمېر نور مهمات شامل دي.

 سيد عالم زياته کړه: ((په دې توکو کې ژر چاودېدونکې مرمۍ او خطرناک ناچاودي ماينونه هم شته، چې د کار وړ توکي به يې ملي اردو په خپله وکاروي او ناکاره به يې له منځه يوسي.))

 د ده په خبره، د دوى د ماين پاکۍ ډلې به خپل کار ته دوام ورکړي، تر څو سيمه له ناچاودو توکو ښه پاکه کړي.

 د غزني د پخوانۍ١٤مې فرقې په سيمه کې، چې دوه تاريخي منارونه هم په کې ولاړ دي، اوس مهال د ملي اردو د درېيمي لوا يو کنډک پروت دى.

 دغه سيمه، چې د جهاد د مهال زاړه ټانکونه او زغروال ناکاره موټر په کې پراته دي، دا ډول نور چاودېدونکي توکي هم په کې موندل کېږي.

 په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمي لوا د عامه چارو مرستيال دويم بريدمن نظيف الله پژواک اژانس ته وويل، چې که دغه مرمۍ او ناچاودي توکي د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلي واى، خطرناک ماينونه به يې ترې جوړ کړي واى.

 هغه زياتوي، چې په دغو مهماتو کې يې زياتره د کار وړ دي او هغه چې زاړه او زنګ وهلي دي، له منځه به يې يوسي.

 د هغه په وينا، سره له دې چې دغه سيمه د ١٤مې فرقې د ټانک کنډک اړوند ده، يوه تاريخي سيمه هم ګڼل کېږي، چې د خلکو او پوځيانو د ژوند لپاره خطرناکه ده.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.