جلال اباد ( پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠ ) : د ننګرهار د غني خېلو ولسوال له يوې چاودنې روغ ووت ، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شول.
د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو د ولسوالۍ پر لوري روان و، چې د مارکو په سيمه کې يې پر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې دى له چاودنې روغ ووت ، خو په دې پېښه کې يې دوه ساتونکي ټپيان شوي ، چې د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.
حاجي زلمي وويل چې په دې چاودنه کې يې موټر زيانمن شوى او د ټپي ساتونکو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د غني خېلو پر ولسوال د شوې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ولسوال له خپلو درې ساتونکو سره سخت ټپي شوى دى.
تېرکال ، چې حاجي زلمى د خوګياڼو ولسوال و، له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى و.
د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ننګرهار کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
تېره ورځ ددې ولايت د استيناف محکمې څارنوال او له هغه يوه ورځ مخکې ددوربابا ولسوالۍ ولسوال له چاودنې او بريده روغ وتلي وو، خو يو شمېر ساتونکي يې ټپيان شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن