ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ځانمرګي بريد کې ۶۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ ډېر ټپيان دي

د کابل په ځانمرګي بريد کې ۶۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ ډېر ټپيان دي

author avatar
6 Dec 2011 - 13:04
د کابل په ځانمرګي بريد کې ۶۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ ډېر ټپيان دي
author avatar
6 Dec 2011 - 13:04

کابل ښار (پژواک ١٥ليندۍ ٩٠): د کابل ښار پولیس وایي چې له روغتونونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په نني ځانمرګي برید کې ۶۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ زیات ټپیان دي.

دا بريد نن (د ليندۍ ١٥مه) غرمه مهال په شاوخوا ١٢بجو په داسې حال کې رامنځ ته شو، چې يو شمېر زياتو کسانو د کابل د مرادخانيو په سيمه کې د ابوالفضل په زيارت کې د محرم د لسمې (عاشورا) د مراسمو په عزادارۍ بوخت وو.

د کابل اسمایي لومړي زون قوماندانۍ د جنایی جرمونو رییس مل پاسوال محمد ظاهر نن ماښام پژواک خبري اژانس ته وویل چې له روغتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې ۶۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ زیات ټپیان دي.

له دې مخکې د کابل ښار د روغتونونو رييس ډاکټر محمد کبير اميري پژواک ته وويل، چې تراوسه (له غرمې وروسته ٣بجې) ٢٦مړي او څه باندې ١٠٠ټپيان د ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ پلاوي په هر روغتون کې ګمارل شوي او د قربانيانو د کره شمېرې د پيدا کولو په هڅه کې دي.))

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت وياند محمد سخي کارګر وايي، چې تراوسه ١٤مړي او ١٠٥ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کارګر پژواک ته وويل چې دا قربانيان د وزير اکبرخان، استقلال، ابن سينا او ايمرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، د وژل شويو کسانو په منځ کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

له دې وړاندې د کابل د ١٠١اسمايي زون وياند حشمت الله ستانکزي ويلي و، چې په دې پېښه کې ٢٠تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي؛ خو هغه دا لومړنى راپور بللى او ويلي يې و، چې شايد د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.

عزادارانو په چېغو او نارو ټپيان پر خپلو اوږو تر موټر پورې رسول او وروسته يې روغتونونو ته لېږدول.

يوه عيني شاهد مرتضى په سيمه (د دويمې امنيتي حوزې اړوند) کې پژواک ته وويل، چې يو شمېر عزاداران زيارت ته څېرمه د زنځير وهلو په حال کې وو، چې چاودنه رامنځ ته شوه.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدکوونکى پلى و او ځان يې په همدې وخت کې والوځاوه، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پژواک خبريال د پېښې له سيمې څخه راپور ورکړ، چې زيارت ته څېرمه سړک کې زياته وينه تر سترګو کېده او پوليسو د خلکو په مرسته د قربانيانو غوښې راټولولې.

د ١٦مې ناحيې د کارته خراسان د سيمې اوسېدونکى سخي داد وايي، چې هغه په دې ځانمرګي بريد کې خپل يو ورور له لاسه ورکړى او بل يې ټپي دى.

هغه زياته کړه، چې ورور يې د شهرنو په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دى؛ خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

سخي داد چې د عزادارانو په ډله کې و، زياته کړه: ((وروڼه مې د سينه وهلو په ميدان کې و او زه لرې ولاړ وم، چې چاودنه وشوه، کله چې نږدې راغلم، هره خوا ته شهيدان ليدل کېدل.))

نوموړى چې خپه و او ژړل يې، وويل، چې د وطن دښمنان اوس خلک عزادارۍ ته هم نه پرېږدي او په خپل دې خيانت سره يې سلګونه کورنۍ په غم کښېنولې.

د دې چاودنې په ترڅ کې د زيارت او شاوخوا سيمو ښيښې هم ماتې شوې دي.

د يادونې ده، چې دا ځانمرګى بريد جمهوري رياست ته په نږدې واټن کې رامنځ ته شوى، چې د ابوالفضل زيارت شاته دويمه امنيتي حوزه او شاوخوا ته يې د ماليې، دفاع، عدليې او کانونو وزارتونه موقعيت لري.

تراوسه د دې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.