ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په پروني ځانمرګي بريد کې د يوه بهرني په ګډون ٦٠ تنه وژل شوي

د کابل په پروني ځانمرګي بريد کې د يوه بهرني په ګډون ٦٠ تنه وژل شوي

author avatar
7 Dec 2011 - 13:52
د کابل په پروني ځانمرګي بريد کې د يوه بهرني په ګډون ٦٠ تنه وژل شوي
author avatar
7 Dec 2011 - 13:52

کابل ښار (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د عامې روغتيا وزارت وروستۍ شمېره ښيي، چې په کابل ښار کې د تېرې ورځې په ځانمرګي بريد کې د يوه بهرني وګړي په ګډون ٦٠ تنه وژل شوي او ١٩٣نور ټپيان شوي دي.

تېره ورځ د کابل د اسمايي زون قوماندانۍ په دغه بريد کې د وژل شويو شمېره ٦٠ او د ټپيانو يې څه باندې ١٦٠ ښودلې وه.

دغه بريد تېره ورځ (د ليندۍ ١٥مه) شاوخواه ١٢بجې په داسې حال کې رامنځته شو، چې يو زياد شمېر کسان د کابل ښار د مرادخانۍ د سيمې د ابوالفضل په زيارت کې د محرم د لسمې (عاشورا) د ورځې د عزادارۍ په مراسمو کې بوخت وو.

د کابل ښار د روغتونونو رييس ډاکتر کبير اميري نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ٦٠ وژل شوو کسانو کې يو بهرنى وګړى هم شامل دى او مړى يې تر اوسه د کابل په جمهوريت روغتون کې ساتل شوى دى.

د جمهوريت روغتون مرستيال نجيب الله نثار وايي، چې دا بهرنى وګړى کوريايى الاصل امريکايى دى.

نوموړي وويل، چې د دغه کس په اړه نور معلومات په لاس کې نه لري.

د کابل ښار د روغتونونو رييس وايي، چې د تېرې ورځې د بريد په ترڅ کې د ١٩٣ټپيانو له ډلې څخه ٨٠سلنه يې تر درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي، خو نور يې تر اوسه په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي وويل، چې د ډېرى ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه بريد ٥سلنه مړي او ټپيان ښځې او ماشومان او پاتې نور ځوانان دي.

د کابل ښار د کارته سه اوسېدونکي او په جمهوريت روغتون کې يوه بستر شوي ټپي ١٦کلن ذکريا په داسې حال کې چې ټکنۍ ټکنۍ خبرې يې کولې او له ډېر درد څخه يې شکايت درلود، پژواک اژانس ته وويل: ((زه مې د کاکا له زوى سره د ابوالفضل زيارت ته تللى وم او د محرم د لسمې ورځې د مراسمو لپاره همالته ناست وو، چې يو اواز شو او نور پوه نه شوم، نن سهار چې په هوښ راغلم، نو ومې ليدل چې دلته يم او نه پوهېږم چې د تره زوى مې چېرته دى.))

هغه، چې د معدې او ګېدې په برخه کې ټپي شوى و زياته کړه: ((خداى دې ورته خير ورنه کړي، چې مسلمانان، سپين ږيري، ځوانان، ښځې او نور وژني، يو غير انساني عمل دى.))

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، څو د دغه شان بريدونو مخه ونيسي او د امنيت په ټينګښت کې هڅه وکړي.

د ياد بريد مسووليت د پاکستان د جنګوى لښکر، چې د اهل تشيع مخالف ډله ده، پر غاړه اخيستى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.