ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسلوالو د ناټو ځواکونو دېرش اکمالاتي موټر وسوځول

ناپېژاندو وسلوالو د ناټو ځواکونو دېرش اکمالاتي موټر وسوځول

author avatar
9 Dec 2011 - 09:57
ناپېژاندو وسلوالو د ناټو ځواکونو دېرش اکمالاتي موټر وسوځول
author avatar
9 Dec 2011 - 09:57

 کويټه (پژواک ١٨ ليندۍ ٩٠) : ناپېژاندو وسلوالو د بلوچستان په مرکز کويټه کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو دېرش اکمالاتي موټر وسوځول.

 دغه بريد تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې د کويټې نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه په خروټ آباد سيمه کې د ناټو د موټرو په يو ترمينل (تم ځاى )کې شوى دى .

 ويل کيږي چې په سوځېدليو موټرو کې هغه کانټينر هم شامل دي، چې ناټو ځواکونو ته يې خوراکي توکي لېږدول، خو زياته برخه يې تېل وړونکي ټانکر دي.

 ځايي چارواکي وايي چې په ياد شوي برېد کې ځاني زيان نه دى اوښتى.

د خروټ اباد يو تن اوسېدونکى حاجي عبدالله وايي چې لومړى  په ترمينل راکټي بريد وشو او وروسته ډزې وشوې ، چې له امله يې په ترمينل کې اور ولګېد او لمبې يې نورو موټرو ته هم وغځېدې.

 دى وايي : (( ترمينل د ناټو له موټرو ډک وو، خو تر اوسه لا دا نه ده معلومه ، چې څو موټر به سوځېدلي  وي.))

 په سيمه کې دپوليسو مشر ملک ارشد خبريالانو ته وويل چې د بريد پر مهال په ترمينل کې د ناټو څلور څلوېښت اکمالاتي موټر ولاړ وو، خو د اور تر لګېدو وروسته ١٤ موټر له ترمينل څخه ووېستل شول او پاتې دېرش پکې سوځېدلي دي.

دى وايي چې د اور وژنې څلورو موټرو هڅه کوله ، چې اور مړ کړي، خو د اور لمبې زورورې وې او د اور وژنې عملې په ترمينل کې پاتې  موټر ونه شواى ژغورلى.

 خو د پېښې په ځاى کې د بلوچستان ايالت دکورنيو چارو د وزير وياند نصيب الله بازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په بريد کې د ناټو ځواکونو ٢٤ موټر په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

 دى هم وايي چې لومړى يو توغول شوى راکټ په موټرو اور ولګاوه  او  وروسته ډزې او چاودنې هم شوې دي.

 پوليس وايي چې پلټنې يې پيل کړې دي ، خو تر اوسه له پېښې سره د تړاو  په شک هيڅوک هم په لاس نه دي ورغلي.

 تر دې مهاله د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى .

پاکستان وروسته له هغه په خپله خاوره کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو په تګ راتګ بنديز ولګاوه، چې د يادو ځواکونو الوتکو شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان په خاوره کې د پاکستانيو سرتېرو په جوړه شوې پوسته بريد وکړ .

 په دې بريد کې د پاکستان ٢٤  سرتېري وژل شوي او شپاړس نور ژوبل شوي و.

 تر دې مخکې هم  په پاکستان کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو بريدونه شوي او ګڼ شمېر موټر يې سوځولي دي .

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.