ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان  د افغان سوداګرو ٤٠ د خوراکي توکيو لېږدونکي موټر ودرول

پاکستان د افغان سوداګرو ٤٠ د خوراکي توکيو لېږدونکي موټر ودرول

author avatar
9 Dec 2011 - 15:52
پاکستان  د افغان سوداګرو ٤٠ د خوراکي توکيو لېږدونکي موټر ودرول
author avatar
9 Dec 2011 - 15:52

کويټه)  پژواک  ١٨ ليندۍ ٩٠ ): پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه په چمن سيمه کې نن  د افغان سوداګرو ٤٠ د خوراکي توکيو لېږدونکي موټر ودرول.    

 د چمن د سرحدي پوليسو وياند حاجي سيد اغا پژواک خبري اژانس ته وويل ، دغه موټر يې ځکه درولي، چې قانوني اسناد نه لري .

 دى وايي چې په درول شويو موټرو کې د افغان سوداګرو خوراکي توکي بار دي ، چې د افغانستان د سوداګرۍ د ټرانزيټ په چوکاټ کې يې افغانستان ته لېږدول .

 پاکستان د افغان سوداګرو له موټر چلوونکو څخه د موټر چلولو نړيوال لايسنس ، روغ موټر او نړيوال بانکي حساب  غواړي او په دې سربېره بايد موټر چلوونکي کومه ناروغي هم ونه لري.

 د يادو شرايطو د نه پوره کېدو په صورت کې پاکستان د افغان سوداګرو موټر په خپله خاوره کې تګ راتګ ته نه پرېږدي.

 دا په داسې حال کې ده، چې نن څوارلسمه ورځ ده ، چې پاکستان په خپلو سرتېرو د ناټو ځواکونو د هوايي بريد په غبرګون کې په خپله خاوره کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو په تګ راتګ هم بنديز لګولى دى .

 د همدې بنديز په پايله کې تېره شپه د بلوچستان په مرکز کويټه کې د ناټو ځواکونو په ولاړو اکمالاتي موټرو بريد شوى و، چې په پايله کې يې دېرش موټرو وسوځول شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.