کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې د ترافيکو د ښه والي او انسجام لپاره په پيل شوي کمپاين کې څه دپاسه سل موټره درول شوي او سرغړوونکي له يو ميليونو افغانيو څخه زيات نغدي جريمه شوي دي.
دغه کمپاين له شنبې (د ليندۍ ١٩مه) ورځې راهيسي د کورنيو چارو وزارت له خوا د کابل ښاروالۍ او د ترافيکو د عمومي رياست په مرسته له امنيتي خنډونو څخه د سړکونو د پاکولو په موخه پيل شوى دى.
په دغه کمپاين کې د موټرو له ښيښو څخه د مشرانو د انځورونو او همدارنګه د تورو ښيښو پاکول، د اسنادو او د چلوونکو د لايسنس څېړل، له بېځايه توقفه مخنيوى، په ښارونو کې په لوړ توناژ له باروړونکو وسايطو څخه مخنيوى، د بې پلېټو موټرو درول او له لاس پلورونکو څخه د پليو لارو پاکونه شامل دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، راغلي چې په کابل ښار کې د دغه کمپاين په ترڅ کې بېلابېل ١٠٦ موټره د پوليسو ښارګوټي ته لېږدول شوي او همدارنګه سرغړوونکي په ټوليزه توګه ١،٢ ميليونه افغانۍ نغدي جريمه شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ٢٥ موټرو تورې ښيښې هم پاکې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې يو شمېر ترانسپورټي تمځايونه له ښار څخه بهر ته لېږدول شوي او همدارنګه ځينې واټونه له لاس پلورونکو او لاسي کراچيو څخه پاک او د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوي دي.
په خبرپانه کې راغلي دي: ((د مخابراتو وزارت واټ چې د کانکريټي خنډ په واسطه تړل شوى و، خنډونه د دېوال څنګ ته تنظيم شول او واټ د ترافيکو پرمخ پرانېستل شو.))
دغه کمپاين د کابل ترڅنګ، د هرات، بلخ، پروان، کندوز، کندهار او ننګرهار په ولايتونو کې هم پيل شوى او دوام لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه کمپاين په ترڅ کې په کابل ښار او ولايتونو کې ټول تړل شوي واټونو به د ترافيکو پر مخ پرانېستل شي.
دغه کمپاين په داسې حال کې پيل شوى، چې امنيتي چارواکو مخکې هم څو ځله په ورته اقدام لاس پورې کړى وو، چې د خلکو په وينا، پلى شوى نه دى.
همدارنګه دوه ورځې مخکې په کابل ښار کې د دغه کمپاين په پيل کې يو شمېر خلکو نيوکه کوله، چې په دغه لړ کې امنيتي چارواکي، ښاروالۍ او ترافيک دوه ګونى چلند کوي او هغه خنډونه، چې په ښار کې د دولتي ادارو او بهرنيو موسسو له خوا جوړ شوي، نه لرې کوي او يواځې د کراچيو او ځينو نورو خنډونو په لرې کولو لاس پورې کوي.
خو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دغه کمپاين کې به هېڅ ډول استثنا شتون ونه لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن