ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څه باندې زرو معلولينو لپاره د حرفه وي زده کړو لار هواره شوه

د څه باندې زرو معلولينو لپاره د حرفه وي زده کړو لار هواره شوه

author avatar
13 Dec 2011 - 20:14
د څه باندې زرو معلولينو لپاره د حرفه وي زده کړو لار هواره شوه
author avatar
13 Dec 2011 - 20:14

کابل(پژواک دليندۍ ٢٢مه ٩٠): د کار،ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت وايي،چې څه باندې زرو معلولينو لپاره يې په ټول هېواد کې دحرفه يي زده کړو لارهواره کړې ده، خو دمعلولينو استازي هغه ناکافي بولي او د زياتو مرستو غوښتونکي دي.

د کار،ټولنيزو چارو،شهيدانو او معلولينو وزرات مرستيالې ثريا پيکان نن(دليندۍ ٢٣مه) د دسمبر د دريمې (دمعلولينونړيواله ورځ) په لمانځ غونډه کې ،چې دڅه باندې دوه سوه معلولينو او دهغوى د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه وويل،چې ياد وزارت دمعلولينو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي دي.

هغه له دې اسانتياوو څخه يوه يې په ګوته کړه اوهغه دا چې دوى په ډول هېواد کې کابو ١٢٠٠ معلولينولپاره دحرفه وي زده کړو لکه: خياطي، دموبايل ترميم او دکمپيوټر پروګرامونه برابرکړي دي او همدرانګه دې وزارت له ټرانسپورت وزارت سره هوکړه  کړې ،څو دمعلولينو لپاره په بسونو  او الوتکو  کې هغوى لپاره ځانګړې څوکۍ چمتوکړي.

دميرمن پيکان په وينا،چې سږ کال يې دکابل ښار د اومې ناحيې په پدوله دښته کې ١٥٠ نومورې د ښاروالۍ له لوري ترلاسه کړي دي،چې د وېش لړۍ يې معلولينو ته روانه ده.

دپيکان په وينا، دا وزارت د ښاراوکورجوړونې وزارت سره تفاهم کړى دى، له دې وروسته چې په ټول هېواد اپارتمانونه جوړېږي،پنځه سلنه يې دقانون له حکم سره سم معلولينو ته ځانګړي شي.

د کار او ټولينزو چارو،شهيدانو او معلولينو مرستيال وويل،چې په پارلماني چارو کې د دولت له وزارت سره يې د اړيکې په ترڅ کې، د شهيدانو د وارثينو او معلولينو په قانون کې يې دتعديلاتو غوښتنه کړې ده او ياد وزارت په دې لار کې د کار،ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو له وزارت سره سلا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په ولسي جرګه کې د شهيدانو او معلولينو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د معلولينو په اړه د حکومت کړنې ناکافي وبللې او د شهيدانو د وارثانو او معلولينو په قانون کې يې دتعديلاتو غوښتنه کړې وه.

هغه وويل،کوم فرمان چې د ولسمشرحامد کرزي له لوري د معلولينو په اړه په کال ١٣٨٣ صادر شوى کاږي،کومې نومرې چې  د ښاروالۍ له لوري ويشل کېږي پنځه سلنه يې بايد په وړيا توګه معلولينو ته ورکړل شي، خو دشهيدانو او معلولينو په قانون کې راغلي دي،چې دځمکې دبيې ٥٠ سلنه دي له معلولينو څخه واخيستل شي.

له بل پلوه مېرمن پيکان وايي: (( هغه تنخواه چې معلولينو ته ټاکل شوې ، لږ ده نوله دې کبله غواړو ،چې دمعلولينو په قانون کې تعديلات راشي.))

مخکې دمعلولينو او معيوبينو مياشتينى معاش ٦٥٠ افغانى و،خو دنوي قانون په تصويب سره ،اوس له ١٥٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ افغانيو پورې دى.

په ولسي جرګه کې د معلولينو او معيوبينو دکميسيون دشمېرو له مخې، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ٨٠٠ زره معلولين اومعيوبين ژوند کوي،چې ٤١سلنه يې ښځي او پاتي نور يې نرينه دي.

يادې شمېرې دا هم په ګوته کوي،چې ٧٠ سلنه يې تعليماتو اوتحصيلاتو ته لاسرسى نه لري او ٦٠ زرو ته يې  دحکومت له لوري مياشتينى معاش ورکول کېږي،چې بسنه يې نه کوي.

نو له دې کبله، تېره اونۍ د ولسي جرګې ځينو غړو غوښتنه کړې وه،څو  معلولينو او معيوبينو ته يوه مياشت زيات معاش ورکړل شي او ولسي جرګې د جرګې له دارالانشاء څخه وغوښتل ، څويوه مياشت معاش دتاييد لپاره عمومي مجلس ته وړاندې کړي.

خو د نن ورځې په مراسمو کې د معلولينو يو شمېر استازو او ملاتړ کوونکو موسسو ، د دولت له لوري د شوو کارونو دناکافي بللو ترڅنګ وويل،چې د ډېرو معلولينو لپاره دې دحرفه يي زده کړو لار هواره شي،څو مسلکي او په ځان بسيا شي.

دمعلولينو نه ددفاع ديو بنسټ غړي بريالي مسکين يار وويل: (( کوم معلولين چې دکار ځواک لري بايد مسلکي زده کړې ورکړل شي او وروسته ورته دکار لاره هواره شي.))

هغه زياته کړه،هغه کسان چې دکار کولو توان نه لري دولت بايد هغوى روغتيايي بيمه او د ژوند کولو اړتياوې يې هم تامين کړي.

په هرات ولايت کې دبشر دحقونو دسيمه ييز دفتر کارکونکې سوسن صبور،چې په دې مراسمو کې يې ګډون درلود وويل،چې دشهيدانو د وارثانو او معلولينو په قانون کې دمورمېرې چلند شوى دى اويواځې هغه کسان چې په جګړو کې معلول شوي دي،تر پوښښ لاندې راولي.

سوسن زياته کړه، کوم کسان چې په ترافيکي پېښو کې معلول کېږي او يا نړې ته له معيوبيت سره سترګې غړوي،دمعلولوکسانو په توګه دې هغوى هم تر پوښښ لاندې راشي.

د بشر دحقونو دا کارمنده وايي،چې دولت  بايد د معلولينو پوهنې او روزنې ته هم پاو واړوي او د ړوندو او کڼو کسانو لپاره دې هم اړينې درسي اسانتياوې برابرې کړي.

خو د کار،ټولنيزوچارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيالې ددې غوښتنې په ځواب کې وويل،چې په کابل کې د معلولينو د انستيتيوت د جوړولو کار روان دى او اټکل کېږي چې په يو کال کې سرته ورسېږي ،چې  په بشپړيدو سره به يې دمعلولينو لپاره د پوهنې او روزنې لار هواره شي.

مېرمن پيکان زياته کړه،چې دمعلولينو د حرفه وي زده کړو بهير هم روان دى او په راتلونکي کې به ډېرو معلولينو ته د زده کړې چانس برابرشي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.