ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نرخ ولسوالۍ د حلقوي سړک د دويمې برخې کار بشپړ شو

18 Dec 2011 - 17:01
18 Dec 2011 - 17:01

ميدان ښار ( پژواک ٢٧مه ٩٠) :د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د حلقوي سړک د دويمې برخې د قيرکولو کار د ليندۍ په ٢٧مه بشپړ او د ګتې اخيستنې وړ وګرځېد.

 ددغه سړک د پرانېستې په مراسمو کې د فوايد عامې وزير انجينر عبدالقدوس حميدي ، د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي ، په ملي شورا کې ددې ولايت استازيو د ولايتي شورا او يو شمېر نورو ادارو مسوولينو او د سيمې مخورو ګډون کړى و.

 د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک ته وويل چې دغه سړک ١٥کيلومتره اوږدوالى ، لس متره ټوليز سور لري ، چې د څه باندې پنځه ميليون امريکايي ډلرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى  دى .

 دده په خبره ، چې د ياد سړک لګښت د ايساف ځواکونو له خوا ورکړل شوى او د جوړونې چارې يې د کورني شرکت فيض مسرور له خوا د کابل – کندهار له لويې لارې څخه د نرخ ولسوالۍ  تر خانجانخېلو سيمې پورې تر سره شوې .

 د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي دغه سړک د سيمې د حاصلاتو په لېږد ، د امنيت په ټينګښت ، د ناروغانو په ښه انتقال او د چاپيريال په پاکوالي کې مهم وګاڼه .

 ده  وويل : (( موږ د سړکونو په جوړولو کې دپيسو دکموالي او دظرفيتونو دټيټوالي ستونزه نلرو، بلکې لوى ګواښ هغه د وسلوالو لخوا دټولنيزو پروژو د پلې کولو مخه نيول  او د سړکونو له جوړولو وروسته بيا دسيمې داوسيدونکو لخوا دنوموړو جوړو شوو سړکونو او پروژو ساتنې ته نه پاملرنه ده.))

 هغه د سيمې له خلکو وغوښتل چې سړکونه او ټولګټې شمتنۍ، چې  دغړو او اندامونو حيثيت  لر،  ساتنه يې ستاسو د اولسونو فرض او مسووليت دی.

 والي د فوايد عامې له وزير څخه وغوښتل چې د نرخ ولسوالۍ له خانجانخېلو سيمې څخه تر وروستي سرحد صدمردې پورې پاتې سړک  پوخ کړي .

 د فوايدعامې وزيرانجينرعبدالقدوس حميدي دسړکونودارزښت په اړه وويل :((سړکونه ستاسو په  ټولنيز ژوند،ورځني اقتصاد،روغتيا او تګ راتګ کې خورا ارزښت لري اوساتنه  يې ستاسو فريضه ده.))

 ده ژمنه وکړه چې دفوايد عامې وزرات به  په راتلوونکودرې کلونو کې  ۱۴ پروژو په دې ولايت کې  پلې کړي  .

 هغه وويل چې اوسمهال يې د درې پروژو کار پيل شوى او په راتلوونکي کې به  ۱۱  نورې پروژې  لکه  له چک ولسوالۍ څخه تر دايميردادو ولسوالۍ ، له د دايميردادو څخه تر بهسودو، له چک څخه تر جغتو، له نرخ څخه تر دايميردادو او همدارنګه يو شمېر پلونه به هم جوړ کړي  .

 وزير زياته کړه چې همدارنګه به ډير ژر د کابل له کمپنۍبازار څخه تر ميدان ښار پورې شاوخوا ٣٠کيلومتره سړک له سره قير او په اساسي توګه جوړ کړي .

 ده د سړکونو له جوړېدو وروسته د سړکونو څارنه او ساتنه مهمه وګڼله او ويې ويل چې په دې اړه يې د ياد ولايت  د فوايدعامې رياست ته لارښوونه کړې ده .

 د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس محمد حضرت جانان د فوايد عامې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ولايت په پنځه کلن پلان کې د ولسواليو اساسي سړکونه د ولسونو له سلاء مشورو وروسته په پلان کې ونيسي .

 د فيض مسرور شرکت مشر ډاکټر عبدالله چې ياد سړک يې جوړ کړى ، پژواک ته وويل چې دغه سړک يې په نړيوال معيار په ښه کيفيت جوړ کړى دى .

 ده وويل چې له دې وروسته د سيمې اوسېدونکي مسووليت لري ، چې د سړک ساتنه وکړي او ترې  سمه ګټه واخلي .

  د کانعزت د سيمې يوتن اوسېدونکي احمدجان ددې سړک په جوړېدو خوښي وښوده ، خو ويې ويل چې خداى وکړي جوړونکو يې کيفيت ته هم پاملرنه کړې وي .

 ده وويل چې مخکې به په نيم ساعت کې تر ميدان ښار پورې رسېدل ، خو اوس چې سړک قير شو ، نو په اوو دقيقو کې په راحت تر ميدان ښار پورې رسيږي .

 ديادونې ده،چې تېرکال دنرخ ولسوالۍ دحلقوي سړک لومړۍ برخه (۱۰) کيلومتره  سړک له ميدان ښار څخه دنرخ  ولسوالۍ تر ده حيات پورې  ګټې اخيستنې  ته سپارل شوى و .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version