ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ پرانېستل شوه

29 Dec 2011 - 16:44
29 Dec 2011 - 16:44

ميدان ښار ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : د ميدان وردګو د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ، چې د پنځه سوه زرو  ډالرو په لګښت جوړ شوې، پرانېستل شوه.

 د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د مرغومي په  ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې ددې ولايت والي محمد حليم فدايي، د ملي شورا يو شمېر غړيو،د ولايتي شورا رييس او غړيو، د امنيه قوماندانۍ او د ملي امنيت چارواکيو، قومي مشرانو او ځايي خلکو برخه اخيستې وه.

 هغه زياته کړه چې پر دې ودانۍ ٥٠٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې په دې ولايت کې د مېشتو ايساف ځواکونو له خوا ورکړل شوى دى.

 د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې په بهسودو ولسوالۍ کې دامنيه قوماندانۍ د ودانۍ جوړول يې په دې سيمه کې افغان ځواکونو ته دامنيت د لېږد د پروسې لپاره اړين وبلل.

 هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې دزيربنايي پروژو لکه د ميدان – باميانو (۸۰) کيلو متره  او بهسود – چغچران (۴۰) کيلومتره سړکونو د جوړېدو يادونه وکړه، چې اوسمهال يې د جوړېدو چارې روانې دي .

 نوموړي د ښې حکومتدارۍ او ولسونو ته د موثر خدمتونو په برخه کې د ولسوالۍ ، امنيه  قوماندانۍ او ترويج مديريت د ودانيو  جوړېدل يې اساسي ګامونه وګڼل .

 د ميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسول عبدالقيوم باقي زوی  له نړيوالو ځواکونو څخه مننه وکړه چې دنوموړې قوماندانۍ په جوړولو کې يې مالي مرسته کړې او هم يې له پولسو وغوښتل چې  ساتنې او حفاظت  ته يې جدي پاملرنه وکړي.

 د والي وياند وايي چې  د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ دغه ودانۍ په درې جريبه ځمکه کې ديوه افغاني  شرکت له خوا ديو کال په موده کې، چې (۳۰) کارې خونې،دغونډو تالار، خوړنځای او نورې اړونده اسانتياوې لري په پاخه او اساسي ډول په جوړه شوې ده.

 د يادونې ده چې تېره اونۍ هم ددې ولايت  دجلريز ولسوالۍ ودانۍ هم دنړيوالو ځواکونو په مالي مرسته  جوړه شوه.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version