ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت د ٣٠ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ

25 Dec 2011 - 15:25
25 Dec 2011 - 15:25

 کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٣٠ وسلوال  مخالفين  وژل شوي  او اوه تنه ژوندي نيول شوي دي .

 دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٤ مه ، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى دى .

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملي پوليسو ،ملیاردو، ملي امنيت او ايتلافي ځواکونو پهننګرهار، بغلان، کندهار، نيمروز، زابل، پکتيا، غزنی، هرات او فراه ولايتونو کې ګډ عمليات ترسره کړي دي .

سرچينه زياتوي چې په دې عملياتو کې په يادو ولايتونو کې  د دولت  ۳۰  وسلوال مخالفين وژل شوي او ۷ تنهيی   ژوندي نيول شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملياتو کې  دوه ميله کلاشينکوفونه، درې پايې راکټونه، دوه ميله پيکا، پنځه حلقې ماينونه، دوه لاسې بمونه، ۱۰ کيلوګرامه ترياک، يو عراده موټرسايکل،دوه عرادې موټر ،درى پايې مخابرې او دوه ميله تومانچې هم د  پوليسو لاسته ورغلې  دي.

د يوبل خبر له مخى، امنيتي پوليسو د ملاطيب په نوم يوتن ،چې په ورانکارو فعاليتونو تورن و، له څلورو ملګرو سره وژلى دى .

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کى راغلي چې ياد شوى شخص تېره ورځ په فراه ولايت کې په ځانګړيو عملياتو کې وژل شوى دى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ياد شوي شخص څخه دوه  ميله کلاشينکوفونه ، دوه پايې مخابرې او يواندازه مهمات ترلاسه شوي هم دي .

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version