قلعه نو (پژواک ٨ مرغومى ٩٠): د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر اکمالاتي کاروان د طالبانو له خوا په بريد کې د کاروان دوه چلوونکي و وژل شول.
په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال رجب علي پژواک اژانس ته و ويل، چې طالبانو له خوا دغه کمين نن (د مرغومي٨مه) غرمه مهال د بالامرغاب ولسوالۍ په بندمنګانو سيمه کې نيول شوى و.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د ملي اردو پر اکمالاتي کاروان، چې له بالامرغاب ولسوالۍ څخه مرکز ته پر لاره و، بريد وکړ او د دوى له مقاومت سره مخ شو.
رجب علي زياته کړه، چې په دې نښته کې د اکمالاتي موټرونو دوه ملکي چلوونکي و وژل شول او د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينې زياته کړه، چې د وژل شوو مړي د بادغيس مرکز ته وړل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد نورالدين پژواک ته وويل: ((نښتې يوساعت دوام وکړ.))
د هغه په وينا، په دې نښته کې دوه تنه وژل شوي، خو سرچينې يې د هويت او دندې په اړه بې خبري وښوده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د ماين په چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن