ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو له خوا د ايساف وژل شوي سرتېري فرانسويان دي

29 Dec 2011 - 17:27
29 Dec 2011 - 17:27

کابل ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : د ملي اردو ديوه سرتېري له خوا د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ناټو دوه فرانسوي سرتېري ووژل شول .

دغه پېښه نن د مرغومي په اتمه، سهار وخته رامنځته شوه.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه نن دافغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، يوتن چې د افغان ملي اردو يونيفورم يې پر تن و، د ايساف پر سرتېرو يې  ډزې وکړې او دوه سرتېري يې ووژل .

ايساف وايي ،چې ددې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي، خو خبرپاڼې د پېښې کره ځاى نه دى په ګوته کړى.

خو په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د درېيمې لوا وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل،چې دا پېښه د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي ددې پېښې په اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د قول اردو د مرستيال بريد جنرال يار محمد په مشرۍ يو پلاوى سيمې ته د څېړنو په موڅه لېږدول شوى دى.

په کاپيسا کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د ايساف ځواکونو په ځوابي ډزوکې د ملي اردو سرتېرى هم وژل شوى دى.

بلخوا د فرانسې د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د يادو دوو فرانسوي سرتېرو وژل کېدل تاييد شوي او خواشني پرې څرګنده شوې ده .

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د افغان او ايساف ځواکونو له خوا پر يوه بل د بريدونو لړۍ زياته شوې ده.

څو ورځې  مخکې د ملي اردو يوه بل سرتېري په فراه ولايت کې د ايساف په مشرۍ امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دا پېښه په تګاب ولسوالۍ کې د شمشاد په نامه په يوه نظامي مرکز کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو دا سرتېرى ابراهيم نومېده اود ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى و.

مجاهد ادعا وکړه، چې دغه سرتېرى د همدې بريد په موخه د ملي اردو له ليکو سره يو ځاى شوى و.

فرانسه په افغانستان کې څلور زره سرتېري لري ، چې تراوسه يې ٧٨ سرتېري وژل شوي دي.

د ايساف د يادو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٥٦٣ تنو ته ورسېده.

تېر کال په هېواد کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version