کابل (پژواک٣٠ مرغومى ٩٠): ايساف وايي چې د افغانستان په ختيځ کې د ملي اردو د يوه سرتېرى په ډزو کې يې څلور دآيساف سرتيري وژل شوي دي.
د ايساف له خوا د مرغومي په ٣٠مه، پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې په تړاو يې مشکوک بريد کوونکى نيولى دى.
په خبرپاڼه کې د وژل شويو کسانو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى؛ خو بايد وويل شي، چې په ختيځ کې د ايساف په مشرۍ ډېرى امريکايي او فرانسوي سرتېري مېشت دي.
د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال اسدالله حميدي پژواک ته وويل، دوى خبر شوي دي، چې په تګاب ولسوالۍ کې د ايساف او ملي اردو سرتېرو ترمنځ سوء تفاهم رامنځ ته شوى، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
همداراز د تګاب د پاينده خېلو د کلي اوسېدونکى مزارګل وايي، کله چې د ملي اردو سرتېري په سيمه کې د ايساف له قرارګاه څخه د تېرېدو په حال کې وو، ترمنځ يې نښته رامنځ ته شوه.
نوموړي يې د لامل په اړه څه ونه ويل.
په روانې مرغومي مياشت کې په زابل او کاپيسا ولايتونو کې په ورته پېښو کې، د دوو فرانسوي سرتېرو په ګډون درې د ايساف سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان په سوېل کې د ايساف د يوې چورلکې د راغورځېدو له امله، د هغوى ٦ پوځيان هم وژل شوي دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو پوځيانو شمېره ٢٧ تنو ته ورسېده، چې ١٤يې امريکايان دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن