ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خپلمنځي شخړه کې يو افغان سرتېرى وژل شوى او د ايساف ٤ سرتېري ټپيان شول

په خپلمنځي شخړه کې يو افغان سرتېرى وژل شوى او د ايساف ٤ سرتېري ټپيان شول

author avatar
25 Dec 2011 - 15:01
په خپلمنځي شخړه کې يو افغان سرتېرى وژل شوى او د ايساف ٤ سرتېري ټپيان شول
author avatar
25 Dec 2011 - 15:01

زرنج ، هرات ( پژواک ٤ مرغومى ٩٠): د فراه  په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملې اردو او ايساف ځواکونو ترمنځ دنښتې له امله ،د اردو يو سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ايساف څلور سرتېري ټپيان شول.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو  رييس ارکان جنرال محى الدين غوري نن د (مرغومي په ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه تېره ورځ د ملي اردو په قرارګاه کې د بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.

دهغه په وينا،لومړني معلومات دا ښيي ،چې پېښه دملي اردو د سرتېري له خوا ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې دايساف څلور سرتېري ټپيان شول او د ملي اردو ياد سرتېرى  د ايساف له لوري ووژل شو.

سرچينې په داسې حال کې،چې د زياتو معلوماتو له ورکولو څخه يې ډډه کوله  وويل،چې ددې پېښې د څېړنې لپاره يادې سيمې ته يو پلاوى استول شوى او له څېړنو وروسته به معلومات له رسنيو سره شريک شي.

په کابل کې د ايساف دفتر له لوري پژواک ته هم يوه خبرپاڼه رالېږل شوې، چې دا پېښه تاييدوي  او د پېښې د څېړنې خبر ورکوي .

دهغه په وينا، په دې پېښه کې دايساف سرتېري نه دي وژل شوي او د دوى له پاليسۍ سره سم، د ټپيانو په اړه معلومات نشي ورکولى.

خو د بالابلوک ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي ددې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي،چې ښکيلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل،چې دا پېښه دملي اردو سرتېري او د ايساف د سرتېري ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځ ته شوې ده.

د بالابلوک ولسوال غوث الدين پژواک ته وويل،چې دلفظي مشاجرې په ترڅ کې د ملي اردو يوه سرتېري د ايساف پر ځواکونو ډزې وکړې ،چې په ترڅ کې يې د ايساف دوه سرتېري ووژل شول او بل تن يې ټپي شو.

سرچينې زياته کړه،چې په دې پېښه کې د ايساف ځواکونو د ډزو له امله د ملي اردو  يو سرتېرى وژل شوى او د  اردو  دوه نورسرتېري ټپيان شول.

دسيمې يوتن اوسېدونکي عطا الله هم پژواک ته وويل: (( دملي اردو له قرارګاه څخه دډزو اوازونه ترغوږه کېدل او بهرنۍ الوتکې مې وليدې، چې کېښناستې او ژر يې پرواز وکړ.))

هغه نور معلومات ورنکړل .

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.