پلخمري (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د بغلان ښاروالي وايي، په پلان کې لري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړ کړي.
د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، هڅه کوي په دغه ښار کې ټولو لویو او کوچنیو کاروباریانو ته د کار مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې یې یو شمېر پروژې پيل کړې او یو شمېر نورې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
نوموړی زیاته کړه، په پلان کې لري په پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ جوړ کړي او دغه کار په سوداګرۍ کې د ښځو د پرمختګ او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه کوي.
ورته مهال، د پلخمري ښار اوسېدونکې معصومه نظري وایي، که دغه سوداګریز مارکېټ جوړ شي، ښځې به په اسانۍ وکولای شي کوچني کاروبارونه پرانیزي؛ ځکه په خبره یې، اوسمهال په دغه ولایت کې ډېری ښځې په کورونو کې خیاطي او په لاس د ستنې کار کوي او امکاناتو ته بشپړ لاسرسی نه لري.
هغه چې خپله هم د خیاطي کوچنۍ کارخونه لري وايي: «یو څو نجونې راسره کار کوي، خو پلور مو ځکه بېخونده دی چې په ازاد ډول مارکېټ ته لاسرسی نه لرو، که د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي، پلورونکو او پېرېدونکو دواړو ته به اسانه شي او دا به د پلخمري سوداګرو ښځو لپاره د خوشالۍ يو زېری وي.»
دغه راز، بغلان کې د ښځو لاسي صنایعو خونې مسووله مېرمن سهیلا غضنفر وایي، په دغه ولایت کې د ښځو لاسي صنایعو ته هیڅ ځانګړی بازار نشته چې له امله یې هغوی له ستونزو سره مخ دي.
هغې وویل: «د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ جوړېدل به نه یوازې په بغلان کې د لاسي صنایعو خونو او پهکې د ښځینه کارکوونکو شمېر ډېر کړي، بلکې ترڅنګ به یې د توکو پر پېر او پلور هم مثبت اغېز وکړي.»
د یادونې ده، له دې مخکې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې هم د ښځو سوداګرو لپاره ځانګړي سوداګریز مارکېټونه جوړ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










