ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له یوه زندانه شپږ افغانان ازاد شول

د پاکستان له یوه زندانه شپږ افغانان ازاد شول

author avatar
11 Aug 2024 - 12:47
د پاکستان له یوه زندانه شپږ افغانان ازاد شول
author avatar
11 Aug 2024 - 12:47

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له یوه زندانه شپږ افغانان خوشي شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري پرون (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، یاد کسان د دې قونسلګرۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې «د سولجر بازار حوزې» د پولیسو له بنده خوشي شول.

سرچینې څرګنده کړې: «یاد شمېر افغانان چې د کډوالۍ کارتونه یې درلودل، په نامعلوم دلی د یادې حوزې د پولیسو له لوري نیول شوي وو چې د جنرال قونسلګرۍ د پر وخت اقدام پایله کې له نیول کېدو ۴۵ دقیقې وروسته د شپې ۱۱:۴۵ بجې خوشي شول.»

د پاکستان حکومت د تېر میلادي کال په اکتوبر کې پرېکړه کړې وه چې د همدغه کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته بې‌اسناده افغانان وباسي او تر اوسه له پاکستانه نږدې ۹۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروسته له یادې پرېکړې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له‌ خوا کله نا کله په بېلابېلو پلمو نیول او ځورول کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.