ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر پېروزي لوبډلې د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو اتلولي خپله کړه 

د پنجشېر پېروزي لوبډلې د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو اتلولي خپله کړه 

author avatar
11 Aug 2024 - 12:49
د پنجشېر پېروزي لوبډلې د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو اتلولي خپله کړه 
author avatar
11 Aug 2024 - 12:49

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالیو کې د پنجشېر پیروزي لوبډلې د نیمروز سعادت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه دوه پر درې د پنجشېر د پیروزي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د پنجشېر پیروزي لوبډلې په دې اتلولۍ سره وکولای شول د اسيا مرکز د فوټسال کلبونو سياليو ته لار پيدا کړي.

د زیتون اېف‌سي لوبډلې ستوري حبیب حبیبي د دې سیالیو د غورې څېرې په توګه ټاکل شوی دی.

بلخوا، د پنجشېر پیروزي لوبډلې ایراني ګول‌ساتونکي امېد سیف اصفهاني ته په دغه لیګ کې د غور ګول‌ساتونکي نوم ورکړل شو.

دغه راز، د کابل د مهین ځوانانو فوټسال ټېم لوبغاړی نورالله نظري د اقای ګول او د پنجشېر پیروزي ټیم ستوري حسین پناهي د دغه لیګ د غوره لوبغاړي لقبونه خپل کړل.

د یادولو ده، د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه په کابل کې پیل او ۲۳ ورځې یې دوام درلود.

دغه لیګ هر کال ترسره کېږي چې تېر کال د کابل د صداقت ټیم په اتلولۍ پای ته رسېدلی و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.