غزنيښار (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): په غزني ولایت کې یوې موسسې لسګونو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په درېيو حرفوي برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د حرفوي زدهکړو دغه پروګرام د مرستو او پرمختګ نړۍوالې خیریه موسسې (HHRD) له لوري برابر شوی دی.
په غزني کې د یادې موسسې ولایتي مسوول مجیبالرحمن سعادت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی ۶۳ کونډو ښځو ته د هګیو چرګانو ساتلو، ۳۴ معلولینو او ۱۸ یتیمو ماشومانو ته د موبایل جوړولو او خیاطۍ برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، دغه شمېر کسان یې چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ دي، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همکارۍ جذب کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حرفوي زدهکړو په دغه پروګرام کې شاملو کسانو ته هره میاشت ۱۵۰۰ افغانۍ، یوه اندازه وړه، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او مالګه هم ورکوي.
سعادت وايي، دغه پروګرام شپږ میاشتې دوام کوي او پلان لري چې دا لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي.
ورته مهال، د دغه مرکز زدهکوونکي له دغه فرصته خوښ دي.
د هغوی له ډلې معلول محمداسماعیل پژواک ته وویل، پخوا یې په ښار کې په ډېرې سختۍ درانه کارونه کول خو اوس ورته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: «اوس زه دلته د خیاطۍ برخه کې زدهکړې کوم، چې کله له خیره دغه پروګرام خلاص شي، په ښار کې به ځان ته دوکان جوړ کړم، مشکلات به مې ډېر حل شي.»
ده او د دغه مرکز یو شمېر نورو زدهکوونکو له حکومت او خیریه موسسو غوښتنه وکړه چې نورو کسانو ته دې هم د ورته زدهکړو زمینه برابره کړي.
دغه راز، د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمدانور برادر پژواک ته وویل چې دغه ډول پروګرامونه ګټور وي، باید سالمه استفاده ترې وشي.
د هغه په خبره: «موږ هم هڅه کوو ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو له لارې کاري فرصتونه برابر کړو، دغه زدهکوونکي باید له دغه فرصته ښه استفاده وکړي څو د کسب او کار خاوندان شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په غزني کې یو شمېر کسانو له وزګارتیا شکایتونه کړي وو او له حکومت او خیریه موسسو یې د کاري زمینې برابرولو غوښتنه کړې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن