کابل ښار، جلال اباد (پژواک ٤ کب ٩٠): ايساف وايي، يو کس چې د ملي اردو يونيفورم يې پر تن و، د هغوى يو سرتېرى يې د افغانستان په ختيځ کې وژلى دى.
هغه خبرپاڼه چې په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې دا سرتېرى نن (د کب ٤مه) د افغانستان په ختيځ کې د يو تن له خوا، چې د ملي اردو يونيفورم يې پر تن و، وژل شوى دى.
سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت په ډاګه کړى نه دى.
خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو يوه سرتېري د دې ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې قران کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې د خلکو د لاريون پرمهال پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې او يو سرتېرى يې وواژه.
هغه زياته کړه چې ياد سرتېرى له سيمې څخه تښتېدلى دى.
ملي دفاع وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال د سلواغې په لومړۍ نېټه، د ملي اردو يوه سرتېري د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ايساف څلور فرانسوي سرتېري ووژل او ١٧نور يې ټپيان کړل او خپله هم ونيول شو.
همدارنګه دوه ورځې وړاندې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې، يوه ملي پوليس د ايساف دوه البانيايي سرتېري په ډزو ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
د خپرو شوو راپورنو له مخې، د دې سرتېري په وژل کېدلو سره، د روان زېږديز کال په اوږدو کې په افغانستان کې ٥٨ بهرني سرتېري ووژل شول.
تېر زېږديز کال په افغانستان کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن