ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوليسو ٢٠ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړل

29 Dec 2011 - 15:23
29 Dec 2011 - 15:23

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩٠) : د ننګرهار امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په غني خېلو ولسوالۍ کې يې له يوه سرف موټر څخه ٢٠ کڅوړې هيروئين ترلاسه کړي دي.

د امنيه قوماندانۍ سرپرست او امنيت آمر سمونوال معصوم هاشمي د مرغومي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې کارکوونکو او پوليسو نن  په ګډه د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې د موټرو له يوه سراى څخه يوه عراده سرف موټر ونيوه.

هغه زياته کړه چې ددې موټر د تالاشۍ پر مهال ٢٠ کڅوړې هيروئين، چې په ډېر مهارت سره يې ددغه سرف په دروازو او ډګۍ کې ځاى پر ځاى کړي و ، ترلاسه کړل.

هاشمي وويل چې په اټکليز ډول د هرې کڅوړې وزن يو کيلو ګرام ته رسيږي،چې د وينا له مخې يې د موظف څارنوال پر  وړاندې به يې وتلي.

د قوماندانۍ سرپرست زياته کړه ، وړاندې تر دې چې د پېښې په تړاو موټر چلوونکى ونيول شي او يا د تعقيب په حال کې يې د تالاشۍ پوليس ونيسي د موټر ماشين يې له کاره لوېدلى او چلوونکى يې په دې پلمه ، چې په ورکشاپ کې د موټر ماشين ورغوي ، په تېښته بريالى شوى دى.

د يادونې  ده، چې دوه ورځې مخکې هم د لومړي زون سرحدي پوليسو په  لغمان کې له يوه کرولا موټر څخه٤٢ چکۍ ترياک ترلاسه کړي و.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version