ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترينکوټ کې چاودنې يو سپين ږيرى او شپږ ماشومان ووژل

6 Jan 2012 - 15:38
6 Jan 2012 - 15:38

اروزګان ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠ ) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوت ښار کې د ماين په يوه چاودنه کې شپږ ماشومان او يو سپين ږيرى ووژل شول.

د اروزګان دامنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته په څه کم درې بجو د ترينکوټ ښار د توري په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي ، چې پنځه يې ماشومان دي او څلور نور ماشومان ټپيان دي.

د پشتون په نامه دپېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې ماين د کلي په منځ کې د خځلو په يوه ډېرۍ کې ځاى پر ځاى شوى و.

نوموړى زياتوي ، کله چې ماشومان دې ډېرۍ ته نږدې په لوبو بوخت وو، نو ناڅاپه پرې چاودنه  وشوه.

پشتون وويل چې په دې چاودنه کې د وژل شويو ماشومانو عمرونه د ٦ او ٩ کلونو ترمنځ دي او ټپيان هم همدومره عمرونه لري، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ترينکوت کې د ملکي روغتون يو تن نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل چې يوه ټپي په لاره کې ساه ورکړې، چې له امله يې د وژل شويو کسانو شمېره اوو تنو ته ورسېده.

د هغه په وينا، د پاتې څلورو ټپيانو درملنه روانه ده او ددوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د وسلوالو طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې پيل شوي او طالبانو په قطر کې دسياسي دفتر پرانېستلو ته هم چمتوالى ښودلى ده.

خو سره له دې خبرو اترو بيا هم په هېواد کې د سولې کوم څرک نه لګېږي او هره ورځ بې ګناه هېوادوال د مرګ لومي ته لويږي.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version