ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاودنو کې اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتىې ده

12 Jul 2012 - 19:12
12 Jul 2012 - 19:12

ترينکوټ (پژواک٢٢چنګاښ٩١): د اروزګان چاوراکي وايې ، چې ددغه ولايت په بيلا بيلو سيمو کې د ماينونو په چاودنو کې يو محلي پوليس وژل شوى او د دوو پوليس په ګډون شپږ تنه ټپيان دي.

اروزګان ولايت د پوليسو د لوموړى حوزي امر دوييم څارن ګل اغا د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا پردرييو بجو دترينکوټ ښارلوموړى حوزي ته څيرمه دماين چاودنه شوى ده.

نوموړي زياته کړه ، چې په دغه  چاودنه کې يو سپين ږيرى او دري ماشومان ټپيان شوي دي.

ګل اغا وايې، چې د پلچک لاندي يو ماين ځاي پرځاي شوى وواوهغه مهال وچاوديدو چې پوليسو يې د خنثى کيدو هڅې کولې.

د اروزګان ولايت د مرکزي روغتون يوتن ډاکټر پژواک ته وويل چې دوې ته له يادي چاودنې څخه څلور تنه ټپيان وروړل شوي ، چې روغتيايي حالت يې د انديښنې وړندى.

دغه راز په دغه ولايت کې د دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان عمر خان پژواک ته وويل، چې ديادي ولسوالۍ بازار ته څيرمه پرپوليسو دماين چاودنه شوى چې له امله يې يو پوليسو وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړى وايې ، پوليسو په دغه سيمه کې پرپلي ګزمه بوښت وو ، چې دماين چاودنه پري وشوه.

عمرخان زياته کړه، چې ټپيان د ولسوالۍ اړوند کلينک ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

ددغه چاودنو مسووليت تراوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.

ديادولو ده چې تيره ورځ دخاص اروزګان په ولسوالۍ کې دماين پريوه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version