ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاودنو کې د پوليسو افسر ووژل شو او درې عام وګړي  ټپيان دي

په چاودنو کې د پوليسو افسر ووژل شو او درې عام وګړي ټپيان دي

author avatar
22 Aug 2012 - 11:27
په چاودنو کې د پوليسو افسر ووژل شو او درې عام وګړي  ټپيان دي
author avatar
22 Aug 2012 - 11:27

لښکرګاه ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١ ) : د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله دوه ښځې او يو ماشوم ټپيان شول.

ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د وږي په لومړۍ نېټه  پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې چاودنه پرون د سنګين ولسوالۍ د غاړګۍ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې د سيمې اوسېدونکي دوه ښځې او يوه ماشوم د خپلو دوستانو کورونو ته داختر مبارکۍ لپاره روان وو، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ياد درې واړه ملکي وګړي ټپيان شوي او د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل ،چې ديوې مېرمنې دواړه پښې د يادې چاودنې له امله پرې شوې دي ، خو د ټپيانو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

فرهنګ ددې چاودنې پړه پر وسلوالو مخالفينو واچوله، خو هغوى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دامنيه قوماندانۍ وياند همدا راز زياتوي چې نن سهار هم دلښكرګاه اړونده سرګودر په سيمه كې  دپوليسو پر يو ه رينجر موټر دماين چاودنه شوې چې په ترڅ كې يې يو پوليس افسر وژل شوى دى.

بل خوا ددولت دوسله والو طالبانو وياند  قاري يو سف احمدي وايې په لښكرګاه كې دماين په چاودنه كې د شراف الدين په نوم دپوليسو يو قوماندان وژلى دى.

د يادونې  ده ، چې داختر په لومړۍ ورځ د لښکرګاه د صافيانو په هديره کې په درېيو قبرونو کې د ځاى پر ځاى شويو ماينونو چاودنو له امله دوه تنه  وژل شوي و اونور ١٠ ټپيان شوي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.