ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په ١٥٠٠ باغ لرونکو تخمونه ووېشل شول

د پکتيکا په ١٥٠٠ باغ لرونکو تخمونه ووېشل شول

ښرنه (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د نړیوالې همکارې موسسې له لوري په ۱۵۰۰ بڼوالو د شاوخوا پنځه میلیونو افغانیو په ارزښت تخمونه په وړیا ډول ووېشل شول.

 په پکتیکا کې د یادې شوې موسسې مسوول نعمت الله شبړي د مرغومي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې تخمونو کې د شفتلې او پیازو تخمونه شامل دي.

 نوموړي زیاته کړه، هر بڼوال ته یې د درې نیم زرو افغانیو په ارزښت تخمونه ورکړي او دا هغه بڼوال دي، چې د روان کال د وري په میاشت کې د اوو زرو افغانیو په ارزښت هر یو تن ته د مڼو د ۱۶۰ نیالګیو ترڅنګ یو شمېر نور کرنیز وسایل هم ورکړل شوي وو.

 د شبړي په خبره، دا تخمونه یې یادو شويو بڼوالو ته په دې موخه ورکړي دي، ترڅو د اېښودلو شویو نیالګیو لاندې یې وکري او په یو وخت کې له ځمکې څخه دوه حاصله واخلي.

 هغه دا هم وویل: ((اوس دا په تجربه رسېدلې، چې کیمیاوي سرې د باغونو حاصلات کموي او بل موخه مو دا وه چې د دغو تخمونو فصلونه، که وروسته له شنه والي څخه واړول شي، باغ ته د کیمیاوي سرې کار ورکوي.))

 نعمت الله شبړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دې موسسې مرستې لاهم تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دوام لري او په راروانه وري میاشت کې به هم په درېیو زرو بزګرو د ۱۶۰ نیالګیو لرونکي باغونه ووېشي.

 د مرکز ښرنې د مدت خېلو د سیمې اوسېدونکی دولت خان، چې تېر کال یې له همدې موسسې څخه دوه باغونه اخیستې و، پژواک ته وویل چې دغو نیالګیو ډېره ښه پایله ورکړه او ټول نیالګي په خپل وخت شنه شول.

 نوموړي د دې ترڅنګ زیاته کړه، چې له یوې خوا دغو نیالګیو ښه پایله ورکړې او له بلې خوا د یو شمېر تخمونو او کرنیزو وسایلو په ترلاسه کولو سره، دغه باغونه او نیالګي دوی ته په وړیا ډول تمام شول.

 د صمدخان په نوم یو بل تن چې دغه تخمونه یې ترلاسه کړي و، پژواک ته وویل: ((دغه تخمونه موږ د نیالګیو لاندې کرو، چې یو خوا یې له حاصل څخه مونږ ته ګټه رسېږي او له بلې خوا یادو ونو ته هم ګټه رسوي.))

 نوموړي هم وویل، تېر کال یې له همدې موسسې څخه یو جریبه باغ ترلاسه کړی و، چې په وینا یې ټول نیالګي په خپل وخت او ډېر ښه شنه شول.

 خو د پکتیکا یو شمېر نورو کروند ګرو په راتلونکي پسرلي کې هم له مرستندویه موسسو څخه د ورته نیالګیو غوښتنه کوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت ډېری کروندګرو د نورو فصلونو په پرتله باغونو ته مخه کړې او وايي، چې د نورو فصلونو په پرتله باغونه ښه حاصلات ورکوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.